شاته

ننګرهار کې دسیلابونو له امله ۱۵ماشومان اؤ یوه میرمن مړه شوي،په لسګونو کورونه تباه

پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې د سیلابونو له امله یوه میرمن اؤ ۱۵ ماشومان مړه شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني ویلي سیلاب د د ښېوې ولسوالۍ په قلعټک زوړ کلي کې د زیاتو بارانونو دلاسه زیات زیانونه اړولي دي.

هغه دغه سیلابونو کې د۱۵ؤ شومانو اؤ یوې میرمنې دمړینې دپخلي ترڅنګ ویلي سیلابي اوبو په لسګونو کورنه هم ویجاړ کړي اؤ په سلګونو جریبه زمکه یې د ځان سره لاهو کړې ده.

د سیمې یو اوسیدونکي سید حمدالله هاشمي امریکا غږ اشنا ته ویلي په سیمه کې د سخت باران اؤ سیلابونو ترڅنګ ږلۍ هم وریدلې ده چې دخلکو زرغون فصلونه یې تباه کړي دي.

د والي ویاند وایي سیمې ته دولتي پلاوی استول شوی ترڅو د مصیبت په دې شېبو کې دخلکو سره مرستې وکړي.

تر دې یوه میاشت وړاندې هم په ښېوې ولسوالۍ کې دسیلابونو له امله د خپلو کورونو اؤ فصلونو ته سخت زیانونه اوښتي وؤ