شاته

داختر دخوشحالیو په مهال د وزیرستان خلک دکومو زحمتونو سره مخ دي ؟

د شمالی وزیرستان میر علی نه عادل داوړ وویل دا اختر ډیر ښه ؤ چې تر اوسه پکې کومه دناامنۍ پیښه نه ده رامینځته شوې ګنې تر دې وړاندې خو د هغوئ زیاتره اخترونه په وینو لړلي وي.

په داسې حال کې چې دخالي په ورځ پاکستان کې په رسمي کچه خلک د غټ اختر خوشحالۍ نمانځي د وزیرستان اوسیدونکي ګیله کوي چې د اختر په ورځ هم دوئ د بریښنا د نشوالي، یو بل سره دتماسونو د نه لرنې او په چیک پوسټنو د ځورولو سره مخ دي.

د شمالی وزیرستان میر علی نه عادل داوړ وویل دا اختر ډیر ښه ؤ چې تر اوسه پکې کومه دناامنۍ پیښه نه ده رامینځته شوې ګنې تر دې وړاندې خو د هغوئ زیاتره اخترونه په وینو لړلي وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې داوړ وویل دتیر وړوکي اختر په ورځ په یوه پیښه کې په حیسوخیل سیمه کې درې کسان په ډزو سره هدف شوي وؤ چې پکی یو ملک یو د پاکستان سی ایس ایس نولسم ګریډ افسر او یو کم عمره ماشوم وژل شوي وؤ چې له امله یې اختر غمجن شوی ؤ.

هغه وائی د قربانۍ وروسته هغه غوښه څوک په یوه ورځ نه شي ختمولی او څو ورځو لپاره یې ساتی خو له بده مرغه دلته د بریښنا دنشتوالي په وجه خلک نرۍ نرۍ غوڅې کړي چي هغې ته ورشکی وائی او بیا یې په نمر وچه کړي.

عادل داوړ وایي دغه وچه غوښه بیا خلک د څو ورځو یا میاشتو کاروي.

دغوښو د وچولو دا روایتي طریقه د زمانو راهسې په پښتنو سیمو کې رواج ده خو د عصر د برېښنایي اسانیو راتلو سره اوس زیاتره خلک غوښه په فریجونو کې خوندي ساتي.

هغه اویل دلته په ورځ کې شپږ ساعته پریښنا وي او اتلس ساعته نه وي ځکه خلک په فریجونو کې غوښه نه شي ساتلی او بیا خرابیږي.

د شمالی وزیرستان رزمک وسیدونکي امین وزیر وویل د دوئ اختر په روایتي انداز ښه برابر ؤ خو زیاته یې کړه د قربانۍ دڅاروؤ دکولمو او نور ګند د صفایۍ لپاره کوم انتظام نه وه.

هغه هم د بریښنا شکایت کوي او وائي درې ورځې وروسته یو ساعت لپاره د بریښنا لیکه برابره شي.

د جنوبی وزیرستان تیارزه سیمې نه مولانه عبد الرشید ډيوه ته وویل د دوئ دسیمې زیاتره خلک غریبان دي او بهر ښارونو کې مزدوري کوي خو د کرونا وبا په وجه یې چې کاروبارونه نشته نو دا ځل داختر قرباني هم کمو خلکو کړې ده.

هغه هم د بریښنا دنشتوالي نه سرټکوي او وایي په ورځ کې یو ساعت بجلي وي بیا ټوله ورځ بنده وي.

د جنوبی وزیرستان دوه توئی سیمې نه رقیب محسود وویل تر اوسه د دوئ سیمې ته دبجلۍ نظام نه دی راغلی.

هغه وویل په چیک پوسټونو هم اختر کې سختي زیاته کړی شوې ده چې له وجې یې زیات خلک داختر مونځونو نه پاتې شوي دي.

د متحده عماراتو نه سورج داوړ ډیوه ته وویل په دې مسافرۍ کې د نورو علاقو خلک دانټرنیټ د لارې د ویډیو کال په ذریعه خپلو خپلوانو سره د اختر مبارکۍ کوي او د وزیرستان خلک په سیمه کې تر اوسه د ټیلیفون اسنتیاوې هم نه لری چې خپلو خپلوانو سره د اختر مبارکي وکړي.

هغه وویل د ټیلفوني تماسونو د اسانیو د نشتوالي له عمله یې تر اوسه خپل کور سره داختر مبارکي نه ده کړې.

د وزیرستان سره تړاو لرونکو یو شمیر خبریالانو په خپلو سوشل میډیا پاڼو د وړاندې نه د اختر دمبارکیو پیغامونه خپاره کړي او ویلي یې دي وزیرستان کي بیا نه شي کولی دخپلو ملګرو اؤ انډیوالانو سره دټولنیزو رسنیو دلارې تماسونه ټینګ وساتي