شاته

د ننګرهار ښېوه کې سېلابونو پنځلس ماشومان مړه کړي ـ چارواکي

ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې نن د شنبې په ورځ اګسټ اول (چنګاښ ۱۱) د دغه ولایت د ښېوې په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله یوه ښځه او پنځلس ماشومان مړه شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو امریکا غږ اشنا ته وویل،چې د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ قلعټک زوړ کلي کې د ډېر باران د اورښت وروسته سخت سېلابونه راوتلي چې له امله یې د یوې مېرمنې ترڅنګ پنځلس ماشومان مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې په دغه سیمه کې د څو ساعتونو لپاره سېلابونو دوام کړی چې پنځلس ماشومان او یوه مېرمن پکې مړه شوې ده.

نوموړی وايي، چې سلابونو لسګونه کورونه هم وران کړي او سلګونه جریبه ځمکه یې هم وړې ده.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه، چې سیمې ته یې پلاوی استولی او ژر به مصیبت ځپلو سره مرستې وشي

د ښېوې ولسوالۍ د سلامپور سیمې اوسېدونکي سید حمد الله هاشمي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې نن سهار درې نیمې بجې سخت باران او ګلۍ له طوفان سره یو ځای د سیمې شنه فصلونه خراب کړل او سېلابونو له امله کورونه او ځمکې هم ویجاړې شوې.

ښاغلي هاشمي وویل " په کوه ناد او قلعه ټک سیمو کې یې ډېر زیانونه اړولي دي چې د غېږې ماشومان هم پکې مړه شوي دي".

چارواکي وايي که څه هم نورو سیمو کې هم باران شوی دی خو زیان یې نه دی اړولی او یوازې ښېوه کې یې د سر او مال زیان اړولی دی.

نژدې یوه میاشت مخکې هم د ښېوې په ولسوالۍ کې سېلاب او طوفان خلکو ته مالي زیانونه اړولي وو.