شاته

کرونا وبا میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي ـ ډبلیو ایف پي

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" وايي، چې د کرونا د ویروس وبا په افغانستان کې د هغو افغانانو شمیر نور هم زیات کړی، چې د خوړو د نه مصونیت د ګواښ سره مخ دي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" د آی پي سي د پایلو له مخې ویلي، چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په پیل کې ۱۲ میلیونه افغانان د څو لسیزو اوږدو جنګ جګړو، طبیعي پیښو او مخ په زیاتیدونکي لوږې له امله د خوړو د نه مصونیت سره مخ وو.

خو د کرونا وبا د خپریدو وروسته اوس میلیونونه نور افغانان د لوږې د ګواښ ، د خوراکي توکو د لوړ بیعو او د کار د امکاناتو د محدودیت له ستونزه سره مخ کړي دي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" د شنبې په ورځ اګست اول (چنګاښ ۱۱) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا اداره په پام کې لري، چې سږکال ۱۰.۳ میلیونو افغانانو ته، چې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي مرستې وکړي.

دا اداره وايي، چې دغه شمیر افغانانو سره د خوړو د مرستې لپاره ۲۱۸ میلیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې د دغو پیښو ۱۳۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

ډبلیو ایف پي ویلي، چې تازه ورسره د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې یو ایس آی ډي د ۱۲ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

ډبلیو ایف پي وايي د یو ایس آی ډي له خوا دا مرسته شوې پیسې به د پنځه نوي زرو کورنیو لپاره د خوړو مرسته برابره کړی شي.

د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام په دغه اعلامیه کې د امریکا د انکشاف د نړیوالې ادارې یو ایس آی ډي د ادارې رئیس پیټر نتیلو له قوله ویل شوي، چې د کرونا وبا په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو، چې د ورځې په مزدورۍ یې ژوند کوه او یا هم یې کوچني سوداګریز فعالیتونه درلودل ژوند ګواښ سره مخ کړی دی.

ښاغلي نتیلو ویلي" په ځانګړي ډول هغوی، چې په ښارونو کې ژوند کوي او د قرنطین له امله يې د خوړو د رانیولو لپاره د پیسو د ګټولو فرصت له لاسه ورکړی دی".

د ډبلیو ایف پي د افغانستان د دفتر مرستیال رابرت کسکا د امریکا د انکشاف د نړیوالې ادارې دا نوې مرسته ستایلې ده او ویلي دي، چې دا اداره لا هم د کرونا د ویروس د وبا څخه اغیزمن شوو افغانانو سره د مرستې لپاره ۵۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ښاغلي کسکا ویلی " د ګډ کار پرته کیدای شي افغانستان د خوړو د نه مصونیت د ناورین سره مخ شي".

نږدې دوه اونۍ وړاندې افغان حکومت د کرونا د ویروس د وبا څخه د زیږدیدلو اقتصادي اغیزو د کمیدو لپاره په ډیرو خواړو خلکو په دوو پړاونو کې د ملي درسترخوان په نوم د ۲۴۴ میلیونو امریکايي ډالرو د خوراکي توکو د ویشو یو پروګرام اعلان کړ.

خو د افغانستان ولسي جرګې د خوړو د ویشلو په پروګرام کې د احتمالي غبن او فساد د اندیښنو له امله د افغان حکومت دا پروګرام د رایو په اکثریت رد کړ.

افغان حکومت له ولسي جرګې پر دغه پروګرام د بیا غور غوښتنه کړې او د فساد د شتون د اندیښنو د لرې کولو لپاره يې پارلمان ته ډاډ ورکړی دی.