شاته

امریکايي‌ چارواکي وايي طالبان د تاوتریخوالي دلارې د افغان حکومت پښې وهي

امریکايي او د امریکې اېتلافي پوځي عسکر اندېښمن دي چې افغان حکومت د کمزوري کولو په غرض طالبان په کامیابۍ د حملو دلارې په افغان حکومت فشار زیاتوي او ایتلافي ځواکونه یې د کړکېچ نه بهر ساتلې دي.

دغو چارواکو په افغانستان کې د بیا رغونې د څار امریکايي ادارې سیګار ته ویلي په فېبرورۍ کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې باوجود طالبانو د افغان حکومت په ضد حملو ته دوام ورکړی دی او د اپرېل نه تر جون میاشت پورې وخت کې د تشدد کچه تاریخي حد ته زیاته شوي ده.

د چارواکو په وېنا د افغان حکومت دپاره په جګړه کې د دمې وخت هغه و چې طالبانو د کوچني اختر په موقع د دریو ورځو دپاره د ډزبندۍ اعلان وکړو چې دا خبره هم څرګندوي چې طالبان په خپلو وسله والو کنټرول لري.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د امرېکې دفاع وزارت په افغانستان کې د حالاتو په اړه سیګار ته ورکړی شوي رپورټ کې هم دغه ډول کره خبرې کړي دي.

د امریکې د دفاع وزارت په خپل رپورټ کې ویلي طالبانو د افغان حکومت او د افغان امنیتي ځواکونو په ضد د تشدد کچه تر یو خاص حد پورې ساتلې ده چې نه یوازې افغان حکومت کمزوری کړي بلکې امریکايي ځواکونو ته د انخلا حوصله ورکړي حالات او د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته خان دپاره مثبت حالات برابر کړي.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکايي مامورینو دغه خبرداری په داسې مهال مخې ته راغلی دی چې د لوی اختر په موقع طالبانو بیا د دریو ورځو دپاره د ډزبندۍ ا او د افغان حکومت د نورو قیدیانو د ازادولو علان کړی دی.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه افغان صدر اشرف غني هم ویلي د لوی اختر تر څلورمې ورځې به د وسله والو طالبانو ۵۰۰ نور بندیان هم ازاد شي.

اشرف غني جمعه د جولای۳۱(زمري۱۰) په ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې وویل چې یاد طالب بندیان د هغه لېست جلا دي کوم چې طالبانو یې د ازادلو غوښتنه کړې وه.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د قیدیانو د تبادلې وروسته امکان دی چې بین الافغان مذاکرات هم شروع شي.

افغان صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي وو چې بېن الافغان خبرې په یوه هفته کې شروع کېدلی شي.

طالبانو هم دغه ډول خوشبېني څرګنده کړې ده.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده دا هفته په خپله یوه وېنا کې وویل طالبان په واک اختیار قابو موندل نه غواړي خو د افغانستان بېلا بېلې قبېلې یو مشر ته اړتیا لري. طالب مشر په خپلو خبرو کې وویل امریکا طالبانو سره د سولې د لوظنامې د ځینو مادو خلاف ورزي کوي او زیاته یې کړه چې بې ځایه د ډرون حملې، بمبارۍ، چاپې، د توپو ګزارونه د هیڅ چا په ګټه نه دي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکايي مامورین هم د طالبان په ارادو څه ډیر ډاډمن نه دي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت مېکینزي چې په افغانستان کې د امریکايي مسولیت هم په غاړه لري، دا میاشت یې د وي او ای سره مرکه کې وویل د "دښمن شروع کړي" حملې د تشویش وړ دي. هغه وویل طالبانو د امن معاهدې دلاندې ژمنې نه دي پوره کړي او نه هم هغه باور کوي چې په اینده کې به یې وکړي.

د امریکې د دفا وزارت چارواکي وايي د طالبانو سره معاهده کې دا خبره هم شته چې په تشدد کې به کمی کولی شي خو په معاهده کې داسې کومه ماده نیشته چې طالبان په افغان حکومت د حملو نه منع کوي او د می په میاشت کې یوې غونډې ته چارواکو وویل د طالبانو حملو د امن معاهدې په شا جذبې ته زیات رسولی دی.

فاونډېشن فار ډیفنس اف ډیموکرېسیز نومې د څیړنې ادارې تامس جاسېلین وايي طالب مشران د افغانستان حکومت نور هم کمزوری کوي او ګڼي چې د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره وخت په کمېدو دی او په اینده میاشتو کې به دوی دپاره حالات نور هم ښه شي.