شاته

صدر ټرمپ: ډاک دلارې د ووټونو له امله په صدارتي انتخاباتو کې درغلي کېدلی شي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د ډاک دلارې د ووټونو له امله د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې درغلي کېدلی شي.

ډانلډ ټرمپ په دغو انتخاباتو کې د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی او د جمعې په ورځ یې په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل د نومبر په انتخاباتو کې به درغلي وشي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي صدر ټرمپ د څه ثبوت وړاندې کوولو بغیر وویل روس او چین جعلي ووټونه تیارولی شي او دا به په تاریخ کې د انتخاباتو تر ټولو لوی کړکیچ وي.

یوه ورځ وړاندې صډر ټرمپ ویلي وو د سږ کال صدارتي انتخابات دې وځنډول شي او د توېټر دلارې یې وویل چې د ډاک دلارې د رای ورکولو له امله به دا د تاریځ تر ټولو غلط او د درغلۍ نه ډک انتخابات وي.

ډانلډ ټرمپ زیاته کړه چې په صدارتي انتخاباتو کې درغلي به د امریکې دپاره ډیره د "شرم " سبب وي نو ځکه دې انتخابات تر هغه وخت پورې وځنډول شي ترڅو چې خلک په مناسب او محفوظ د ووټ اچوولو جوګه شي.

د دغه ټویټ نه وروسته صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه نه غواړي چې انتخابات دې وځنډول شي خو دا هم نه غواړي چې د انتخاباتو نتیجې ته دې هفتې، میاشتې او یا کلونه انتظار ویستل شي ځکه چې د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو په شمارلو کې به مسلې راپورته شي.

د انتخاباتو ځنډولو اختیار صدر نه بلکې کانګرس لري.

د کانکرس د صدر ټرمپ د واکمن ریپبلېکن پارټۍ او د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ غړو د انتخاباتو د ځنډولو خبره رد کړه.

د امریکې په زیاترو ریاستونو کې خلک کولی شي چې د کوم علت له امله د ډاک دلارې په صدارتي انتخاباتو کې ووټ ورکړي خو په کالراډو، هوايي، اورېګن، واشنګټن او یوټا ریاستونو کې صدارتي انتخاباتو په مکمله توګه د ډاک دلارې کیږي.