شاته

سیګار: طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې په ائتلافي ځواکونو هیڅ برید ندی کړی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) دفتر په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې د وضعیت د ارزونې په هکله راپور خپور کړی.

پدې راپور کې ویل شوي چې په تیرو شپږو میاشتې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره دومره "ستونزمنې" وې چې په تیرو شلو کالونو کې ساری نلري.

سیګار په افغانستان کې د ګډو امنیتي ځواکونو د انتقالي قوماندانۍ په حواله لیکلي دي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تړون کیدل، د جمهوري ریاست جنجالي انتخابات، د ایران او امریکا تر منځ جنجال، د بندیانو په خوشې کیدو بحثونه، جګړه او د کویډ نولس ناروغي هغه څه دي چې په تیرو دریو میاشتو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یې حالات سخت کړي و.

د سیګار په راپور کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په حواله ویل شوي چې طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې په ائتلاف ي ځواکونو هیڅ برید ندی کړی خو په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه بیا په بې سارې توګه ډیر و.

د افغانستان د دفاع وزارت هم مني چې په افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون نه وروسته ډیر شوي.

د دفاع وزارت ویاند طارق آرین، د جون په ۱۴مه (غبرګولي ۲۵) خبریالانو ته ویلي و چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ زیات امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي."په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ۲۲۲ مورده تحرکات درلودل چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو په دغو تحرکاتو او بریدونو کې ۴۲۲ تنه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهید او ټپیان شول".

د طالبانو او القاعده اړیکې:

سره لدې چې طالبانو د امریکا سره د سولې په تړون کې دا منلې وه چې د القاعده د شبکې سره اړیکې نه پالي خو سیګار د ملګرو ملتونو د څار د یوې ډلې له قوله لیکلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د طالبانو او القاعدې شبکې اړیکې " نږدې او دوستانه " وې. په راپور کې ویل شوي چې طالبان او القاعدې د ملګرتیا، تاریخي ګډې مبارزې، فکري خواخوږۍ او پخپلو منځونو کې د خپلوۍ کولو پر اساس لا هم ملګرتیا پالي.