شاته

ننګرهار کې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو

ننګرهار کې پرون سې شنبې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د امریکا د پوځ خبرپاڼه وايي، دا عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ترورېزم ضد عملیاتو په ترڅ کې په ماین الوتی دی.

فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نه‎دی څرګند کړی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال جان نیکولسن، ټینګار کړی چې د داعش پر ضد عملیات د افغان امنیتي ځواکونوملاتړ به جاري وساتي.