شاته

څیړونکي وايي د کرونا وایرس ناروغه تن بیا بیا په دې وایرس بیمارېدی شي

څېړونکي او د صحت چارو پوهان وايي چې د کرونا وايرس نه ناروغه شوی تنبیا بیا د دې بېمارې نه متاثره کېدلې شي ځکه چې د کرونا بېمارۍ نه صحت ياب شوي زياتره ناروغانو کې د دې بېمارۍ خلاف مدافعتي قوت يا اميونټي په څو مياشتو کې ختمه شي.

په پاکستان کې د طبي چارو پوهان وايي چې د دې ناروغۍ نه ځانونو خوندي ساتلو يوځيني لاره احتياط کول دي۔

د برتانيي په لندن کنګز کالج کې شوې يو تحقيق کې معلومه شوې چې د کرونا وايرس نښې ښکاره کېدو وروسته درې هفتو پورې د دې بېمارې پر ضد انساني وجود کې انټي باډيز يا مدافعتي قوت لچه لوړه وي خو د هغې نه پس دغه په ورکېدو شي.

د تحقيق په اړه د خېبر پښتونخوا صوابۍ مېډيکل کمپلېکس کې د سېنې د ناروغو متخصص ډاکټر وقاص احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې د نړې په بېله بېلو ملکونو کې کرونا وايرس د دې بېمارې نه صحت ياب شوي تنان بيا هم ناروغه کړي دي نو بائد چې خلک د دې په اړه بې غوري وونه کړي۔

ډاکټر وقاص احمد وايي: " هغوي دا وايي چې کوم اينټي باډيز جوړېږي نو د هغې دا مطلب نه شو چې څنګه به مخکې مونږه شرې يا خسره تېرا کړه او بيا به دغه مرض نه راتلو نو هغوي وايي چې دا دسې نه ده، دا تاسو ته دوباره کېدلې شي، او دې عملي مظاهره په چائنه کې شوې ده، تاسو ووګورې په بيجينګ کې دوبار کېسونه رپورټ شو۔ زمونږه پاکستان کې لاهور کې يو ډاکټر درې مياشتې پس دوباره کرونا وايرس مثبت راغلې وو"۔

نوموړي زياته کړه د کرونا وايرس نه ځانونه خوندي ساتلو د پاره خلکو له پکار دي چې په هغه سپارښتنو يا اېس او پيز عمل ووکړي کوم چې بار بار دوي ته خودلې کېږي۔

هغه زياته کړه: " کوم خلق چې ماسره په هسپتال کې صحت ياب شي نو زه ورته دا نصيحت کوم چې تاسو خو روغ جوړ شوې خو احتياط کول يعني ماسک اچول، بار بار لاس وينزل، د ګڼې ګوڼې ځاۍ ته نه تلل او خلقو سره ډير مېلاوېدل به نه کوي"۔

څېړونکي وايي چې د نتيجو نه دا هم معلومه شوې چې کومو خلکو کې د کرونا وايرس نښې ښکاره نشي يا په مقدارع کې کمې وي نو په هغو کې د دې وايرس پر ضد مدافعتي قوت ډېر لګ وخت د پاره موجود وي، د ماهرينو د وېنا ترمخه هر هغه تن چې اينټي باډيز تسټ يي مثبت راغلې وي نو هغه دې دا نه تصور کوي چې د دې وايرس نه محفوظ دې۔

د پاکستان د صحت قامي ادارې د شمېرو ترمخه د هېوا په کچه د کرونا وايرس نه تر دې دمه دوه لکه او څه د پاسه درې پنځوست زره تنان ناروغه شوې دي او د دې نارغې له امله ۵ زره ۳ سوا او۲۰ تنانو ژوند د لاسه ورکړې دې۔

په پاکستان کې د کرونا وايرس د موجوده صورت حال په اړه پېښور کې د خېبر مېډيکل پوهنتون د عام روغتيا د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وويل چې د هېواد په کچه اوس هم د کرونا وايرس نه ډېر خلق ناروغه کېږي خو په ټيسټونو کې کمي راتلو له وجې کره شمېري مخې ته نه رازي، دې وايي د ناروغې معلولو دپاره په وخت تېسټونه کول ډير مهم دي۔

ډاکټر ضياالحق وايي: " کېسونه خو په خپل رفتار وران دي خو ځيني خلک داسې کوي چې بيمار شي او ماته تبه راغله، ټوخي راغلو نو وايي چې هسې هم دا بيماري (کرونا وايرس) ده نو د تېسټ څه ضرورت دې بس په خپله به کمرې ته لاړ شم او ځان به يو اړخ ته کړم او ډېر ضرورت وي نو هسپتال به لاړ شم، نو کېدېشې ټيسټونو د دې وجې نه کم شوې وي، مونږه دا نه شو ويلي چې د وبا اخري پړاؤ شروع دې ځکه چي کېسونه اوس هم ډېر رپورټ کېږي"۔

ډان ورځ پاڼه په خپل يو رپورټ کې ليکي چې څه موده وړاندې په اسپېن کې شوي سېړنه کې معلومه کړې شوې وه چې په ټول هېواد کې صرف ۵ فيصده ابادۍ کې د دې وايرس مخنيوي مدافعتي قوت پېدا شوې وو، په سېړنه کې دا هم سرګنده شوې وه چې په ړومبې پړاو کې ۱۴ فيصده خلقو کې د اينټي باډيز تيسټ مثبت راغلې وو او وروسته بيا دغه اينټي باډير يا مدافعتي قوت ورک يا غایب شو.