شاته

امریکا او طالبان یو بل د «سولې تړون» څخه په سرغړونو تورنوي

نن سه شنبه جولاۍ ۱۴ (چنګاښ۲۴) په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولې د تړون ۱۳۵ ورځې پوره شوې.

په همدغه ورځ دواړو یو بل تورن کړي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانو برید د «سولې تړون» د ژمنو خلاف بللی دی.

په دغه برید کې چې تېره ورځ د سمنګان ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخې ته وشو،۱۱ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول.

ښاغلي خلیلزاد د سه شنبه په ورځ د جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۴) په خپل ټویټر کې ولیکل:"په ځانګړي ډول د وروستیو ورځو او اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، د کوم دلیل پرته یو شمېر افغانان وژل کیږي، په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو برید د تاوتریخوالي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې اوربند د هدف تر لاسه کېدو خلاف دی."

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې دا ډول بریدونه د سولې د مخالفانو سره یو ډول مرسته ده. هغه یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی دی.​

د تړون ۱۳۵ ورځې

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې به موټر بم او وسله وال بریدونه نه کوي.

زلمي خلیلزاد همدانګه زیاته کړې چې د دوحې تړون پر لاسلیک له ۱۳۵ ورځو تیرېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې په لومړنیو ژمنو ودریږي.

هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل او له پنځو پوځي اډو څخه ایستل د امریکا متحده ایالاتو له ژمنو څخه بللي او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر هم کم شوی دی.

په همدې حال کې طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دوی په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي دي‌ خو په ادعا یې د تړون بل اړخ ژمنې ماتې کړي‌دي.

طالبان وايي‌ چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان یې لا هم ازاد شوي نه دي او د هغوی په ادعا په جنګیالیو یې هوايي بریدونه او عملیات روان دي.

طالبان وايي د سمنګان برید د همدغو بریدونو عکس العمل و.

طالبانو ټېنګار کړی دی چې د قطر د تړون د شرایطو عملي کول د ټولو اړخونو په ګټه دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د سمنګان برید سولې ته د رسېدو په لار کې د خنډ په توګه یاد کړ.

د یادې شورا په اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي:"دا ډول بریدونه د بین الافغاني خبرو اترو د تعهداتو خلاف، د تاوتریخوالي کمولو او په هېواد کې د سولې راوستلو پر وړاندې خنډ دي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

یادې شورا ویلي چې د جګړو شدت او تاوتریخوالی نه یوازې دا چې د سولې پروسه د خنډ سره مخ کوي؛ بلکې د سولې په پروسه باور له منځه وړي او پدې برخه کې خطرات زیاتوي.