شاته

کروناویروس دویمه څپه؛ کالفورنیا ښوونځي او کاروبارونه بیا وتړل 

د امریکا د کالفورنیا ایالت والي ګوین نیوسوم د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳مه (چنګاښ ۲۳مه) د کروناویروس پېښو د زیاتېدو له امله پر کاروبار او سوداګرۍ یو لړ نوي محدودیتونه لګولي دي.

په لاس انجلس او سنډیاګو ښارونو کې د ښوونځيو زده کوونکو ته لارښونه شوې چې د اګست په میاشت کې دې ټولګیو ته رانشي او پخپلو کورونو کې دې پاتې شي.

والي په ټول ایالت کې د میخانو د تړلو حکم صادر کړی او لارښونه یې کړې ده چې رستورانتونه، سینماګانې او ژوبڼونه دې دننه خلکو ته د ورتګ اجازه ورنکړي.

په ۳۰ ولسوالیو کې چې ډېر خلک یې په وېروس اخته شوي، ورزشي کلپونه، کلیساګانې او د سلمانۍ دوکانونه به بند وي.

نیوسوم په یوې خبري غونډې کې ویلي چې "کویډ-۱۹ژر له منځه تلونکی ندی مګر دا چې واکسین یې جوړ شي."

د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله، په کالېفرونیا، فلورېډا، ارېزونا او ټکساس کې ګڼ شمېر خلک په کروناویروس اخته شوي دي.

د رویټرز د خبري آژانس د ارزونو له مخې په تېرو دوو اوونیو کې په ۴۰ ایالتونو کې د کروناویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس تر دې دمه په متحدو ایالتونو کې شاوخوا ۱۳۵زره کسان مړه کړي او څه باندې ۳.۳ میلیون خلک پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډېسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. دغې وبا د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې ۵۷۳زره کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۱۳ میلیون نور پرې اخته دي.