شاته

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۰۱۰ تنو ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یوولس ولایتونو کې ۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او په درې ولایتونو کې ددي ویروس له امله ۱۶ تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۵ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۴۴۵۱ ته پورته شو.

له یادو پېښو څخه ۱۴ په کابل، ۱۸ هرات، ۵ کندهار، ۲۰ بامیان، ۴ ننګرهار، ۱۰تخار،۳ کندز، ۸ بدخشان، یوه وردګ،یوه لغمان او یوه په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په تیره یوه شپه او ورځ کې د هیواد په درې ولایتونو، کابل، کندهار او هرات کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۱۰ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کې ۸۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۱۲۱۶ تنو ته پورته شوو.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو کې داسې مهال کموالی راغلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزاریر ډاکټر احمد جواد عثماني تیره اونۍ وویل چې د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر غرمې جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) پورې ۵۶۵۲۱۸کسان مړه کړي او څه باندې دوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.