شاته

صدیقي: طالبان دې جګړه ودروي؛ طالبان: بل انتخاب لا نه لرو

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، د دې وخت رسېدلی چې وسله وال طالبان جګړه ودروي او په واقعي ډول د سولې خبرو ته حاضر شي.

صدیقي نن یکشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې پر ملکي وکړو او افغان سرتیرو د طالبانو بریدونو د سولې په اړه افغانان، افغان حکومت او نړیوال بې باوره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: "په ښارونو کې د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي او د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونو یې، د طالبانو د سړک غاړې ماینونو چې تر ډيره قربانیان ملکي وګړي دي، او د دولتي مامورینو هدف ګرځول، د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه موږ، افغانان او نړیوال بې باوره کړي یو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په غزني ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې مخامخ خبرو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي چې طالبانو د افغانانو او نړیوالو له توقع خلاف تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

خو وسله والو طالبانو د افغان حکومت دې څرګندونو ته په غبرګون کې د تاوتریخوالي کمېدو او جګړې ختمېدو لپاره د دوحې تړون پر عملي کېدو باندې ټینګار کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه پر خپل ټويټر لیکلي "که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودریږي بیا خبرې وکړي،دا غوښتنه غیر منطقي ده، جګړه د دې لپاره ده چې تر اوسه موږ بل انتخاب نه دی پیدا کړی."

نوموړي زیاته کړې چې افغانان باید پرېښودل شي چې د سیاسي تفاهم له لارې پایلې ته ورسیږي او زیاتوي چې په «بې اساسه تورنو» ستونزه نه هواریږي.

دا په داسې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ وویل چې طالبانو په تیره یوه اونۍ کې په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۸ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو تیره ورځ د ملکي تلفاتو په اړه د ملي امنیت شورا راپور رد کړ او هغه یې پروپاګند بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» د روانې چنګاښ میاشتې پر۱۲مه وویل چې د ۲۰۲۰ کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰ ملکي وګړي د قصدي بریدونو قرباني شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ همدارنګه ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې د جګړو له امله د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې دیبرا لاینز ویلي و چې ښکېل اړخونه د بین الافغاني خبرو پیلېدو په لړ کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسوي.