شاته

افغانستان کې دکرونا وایرس دلاسه نور ۲۳کسان یوشواروز کې مړه شوي

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وایي په تیرو 24 ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس 172مثبتې پیښې ثبت شوي او 23کسان له دې وایرس څخه مړه شوي دي.

دکرونا وایرس دنوؤ ثبت شوؤ پېښو څخه په کابل کې 139، کندهار کې اته ، بلخ کې 10، نیمروز کې اووه ، زابل کې یوه، هلمند کې څلور او په ارزګان ولایت کې درې مثبتې پیښې شامل دي

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په تیرو 24 ساعتونو کې د کرونا له امله 23 کسان مړه شوي چې 17 یې کابل،څلور په کندهار او دوه په زابل ولایت کې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وایي "په تیرو 24 ساعتونو کې د هیواد په لابراتوارونو کې 395 شکمنې ارزول شوي چې له جملې یې د172 پائیلې مثبت راغلي دي.

هغه ویلي تر اوسه په ټول افغانستان کې دمثبتو پیښو شمیره 34366 رسېدلې ده.

دافغانستان دعامې روغتیا د وزارت دشمیر له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس څخه د مړو شمیر 994 او د د بیرته روغو شوو کسانو شمیر 21135 تنه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر تیره ورځ هم ویلي وو چې د تیرو دوو میاشتو په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه کمه شوې ده.

خو هغه ویلي وؤ یاد ویروس اوس هم په هیواد کې موجود دی او خلک باید د بې اختیاطۍ څخه کار وانه خلي، صحي لارښونې رعایت کړي او د کور څخه د باندې د تګ پر مهال دې د ماسک څخه استفاده وکړي.

همدا شان د حج او اوقافو وزارت معین امین الدین مظفري ویلي دي چې موږ له پیله د صحت وزارت سره څنګ په څنګ ولاړ وو او خلکو ته مو د روغتیایي تدابیرو پخپلو کې کار کړی دی او لا به هم د دوی تر څنګ ولاړ یو .

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کابل ښار د هوټلونو مالکانو ته خبر ورکړی که په هوټلونو کې د اجتماعي فاصلې او د کرونا نه دځان ژغورلو سپارښتنو ته پام ونه کړي هوټلونه به یې بند کړي.

ها خوا د جورجیا رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دغه هیواد ۲۸ سرتېري د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جورجیا یوې سیمه ییزې رسنۍ د دفاع وزارت د چارواکو له خولې راپور ورکړی دی چې دا ۲۸ سرتېري له افغانستان څخه ویستل شوي دي‌ او اوس په خپل هېواد کې په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

رسنیو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې خو ویاند ویلي دي چې باید په دې اړه د جورجیا د دفاع وزارت له چارواکو سره خبرې وشي