شاته

بندیزونو ځپلي یو او له مجبوریته اقتصادي چارې هم نشو درولی- روحاني

سره لدې چې د کرونا ویروس له وجې په ایران کې د مړو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، د هغه هیواد چارواکي وایي د امریکا لخوا پرې لګولو شویو بندیزونو یې اقتصاد ځپلی او دا وس نلري چې اقتصادي چارې بندې کړي.

د ایران د عامې روغتیا وزارت نن د شنبې په ورځ، جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۸ کسان مړه کړي چې پدې سره په ایران کې د دې وبا له وجې د مړو شمیر ۱۲۶۳۵ ته ورسید.

د منځني ختیځ په هیڅ یو هیواد کې د کرونا ویروس دومره ډیر شمیر کسان ندي مړه کړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي تر ټولو آسانه لار دا ده چې "په ټولو فعالیتونو بندیز ولګول شي خو هغه وایي که دا کار وکړي خلک به د ولږې، کړاونو او فشار له وجې لارو کوڅو ته راووځي او ګډوډي پیدا کیږي."

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د تاریخي اتومي موافقې نه ووت او په ایران یې اقتصادي بنیدزونه د سره ولګول.

امریکایي چارواکو ویلي غواړي د ایران د تیلو د صادراتو او بانکي اړیکو مخه ډب کړي. دې کار د ایران اقتصاد سخت زیمانمن کړی او ایران مجبور شو چې د تیلو پرته په نورو صادراتو تیکه وکړي خو دا چې سرحدونه تړل شوي وو دغو صادراتو د ایران اقتصاد ونشو ژغورلی.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم وړانیدوینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د ایران اقتصاد شپږ په سلو کې ټیټ شي.

د همدې کال د فبروري د میاشتې راهیسې چې د کرونا وبا په ایران کې خپره شوې، دغه هیواد یې په مخنیوي کې د ستونزو سره مخ دی. ایران په لومړي سر کې ښوونځي، پوهنتونونه وتړل او هم یې د یو دیرش ولایتونو تر منځ د خلکو تګ راتګ بند کړ خو حکومت مجبور شو چې د اپریل د میاشتې په سر کې دغه بندیزونه یو څه نرم کاندي.