شاته

امریکا کې د کرونا له کبله ۸۰۰۰ بندیان خوشې کیږي

د امریکا د کلفورنیا په ایالت کې چارواکي وایي د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره تر اتو زرو پورې بندیان د دې ایالت د بیلا بیلو زندانونو نه خوشې کوي.

د دې ایالت د زندانو د چارو مشر رالف دیاز په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بندیان د زندانیانو او د زندانونو د کار کوونکو د مصؤنیت په خاطر خوشې کیږي.

مسؤلین وایي هغه زنداینان خوشې کوي چې د قید موده یې یو کال یا د یو کال نه لږه پاتې وي خو هغوي چې غټ جرم او جنسي جرایم یې کړي وي ‎، نه خوشې کوي.

د دغو زندانیانو په خوشې کیدو سره به په زندانونو کې د ټولنیز واټن مراعت کول آسانه شي او د کرونا وبا د خپریدو په مخنیوي کې به مرسته وشي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز سپارښتنه کړې چې د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره باید یو تن د بل تن نه لږ تر لږه شپږ فټه واټن وساتي. د زندانیانو د خوشې کیدو لړۍ به د اګست په میاشت کې پیل شي.

د کلیفورنیا ایالت ټول ټال ۳۵ زندانونه لري او والي ګاوین نیوسم ویلي چې پدغو زندانونو کې ۲۴۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شویدي.