شاته

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو شمېره 5058 ته ورسېده

په پاکستان کې کرونا وايرس په تېر شوا روز کې نور 75 مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړينو ټوله شمېره 5058 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په دوه لکه، 43 زره599 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي دا وخت هم په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2375 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوؤ کسانو کې يو لک، 49زره او 22 کسان ښه شوي او په 89زره 449 کسان کې اوس هم په دې وايرس اخته دي.

په پاکستان کې يواځې په سند صوبه کې د کرونا وايرس پېښې يو لک 900 ته رسېدلې دي.

په سند کې د کرونا څخه 1677 کسان مړه شوي او 57زره627 ترې ښه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس وهلو شمېره 85زره 261 ده خو په دې صوبه کې بيا 1972 کسان د دې وايرس نه مړه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس څخه 52زره641 کسان ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په 29زره406 کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی، 1063 ترې مړه شوي او 19زره503 ترې روغ شوي دي.

کرونا وایرس په بلوچستان کې 125، په اسلام اباد کې 146، په ازاد کشمير کې 41 او ګلګت بلتستان کې 34 کسان مړه کړي دي.