شاته

افغانستان کې د جورجیا لسګونه عسکر په کروناویروس اخته شوي 

د جورجیا رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دغه هیواد ۲۸ سرتېري د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جورجیا یوې سیمه ییزې رسنۍ د دفاع وزارت د چارواکو له خولې راپور ورکړی دی چې دا ۲۸ سرتېري له افغانستان څخه ویستل شوي دي‌ او اوس په خپل هېواد کې په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

وايي روغتیایي حالت یې ښه دی.

امریکا غږ په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت له یو ویاند څخه په دې اړه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه خو ویاند وویل چې باید په دې اړه د جورجیا ددفاع وزارت له چارواکو سره خبرې وشي.

ویاند وویل چې هغوی په انفرادي ډول د سرتېرو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي خو وویل چې د کروناویروس سره مبارزه او د سرتېرو ساتل یې لومړیتوب دی.

جورجیا په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۹۰۰ سرتېري لري.

د قاطع ملاتړ ماموریت څه موده مخکې هم اعلان وکړ چې یو شمېر سرتېري یې په افغانستان کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي او یو شمېر نور یې تر درملنې لاندې دي، خو د سرتېرو هویت او هېواد یې ونه ښوده.

په افغانستان کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه نژدې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۴زره نور پرې اخته دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ویلي وو چې ډېر شمېر افغان عسکر د کرونا په ویروس اخته شوي دي‌،خو د افغانستان د دفاع وزارت دا راپور رد کړ.

په همدې حال کې ناټو اعلان کړی دی چې افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته ۱.۴ میلیون ماسکونه، ۵۰۰زره دستکشې او نور طبي وسایل ورکوي چې د کروناسره مبارزه وکړي.