شاته

امریکا کې عاجلې خونې له ناروغانو ډکې دي؛ د کرونا د پېښو نوی ریکارډ

په داسې حال کې چې نړۍ د کروناویروس د مخنیوي هلې ځلې کي، په امریکا کې د کروناویروس د پېښو نوی ریکارډ ثبت شوی دی.

امریکایي چارواکي وایي چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۹(چنګاښ۱۹) د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۶۴زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په یوه ورځ په کروناویروس د دومره کسانو اخته کېدل تر دې دمه د خپل ډول تر ټولو ډېر شمېر بلل کیږي.

د نورو ایالتونو په پرتله په اریزونا، کالفورنیا، فلورېډا او تکساز کې ډېر کسان په کروناویرس اخته شوي دي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول د مرکز لوړ پوړي چارواکي انتوني فوچي له والیانو وغوښتل چې په خپلو ایالتونو کې د کاروبارونو د بیا پرانیستلو او ژوند د بیا عادي کولو بهیر وځنډوي چې د کروناوروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې د جمعې د ورځې تر سهار پورې جولاۍ۱۰ (چنګاښ۲۰) په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۲ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته دي چې درې میلیون یې په امریکا کې دي.

سره له دې چې په امریکا کې د کروناویروس پېښې ورځ تر بلې زیاتیږي، ولسمشر ټرمپ ټېنګار کوي چې باید ژوند او کاروبارونه بېرته پرانیستل شي.

په تازه اقدام کې ولسمشر ټرمپ له ټولو ایالتونو غوښتي چې ښوونځي بېرته پرانیزي او که دا کار ونکړي. خو یوه لویه پوښتنه دا ده چې د کروناویروس په دوران کې به ښوونځي د ماشومانو او غټانو لپاره څومره خوندي وي.

د کروناویروس له کبله یو شمېر ماشومان مړه شوي هم دي، سره له دې چې داسې فکر کیږي ماشومان په دغه ویروس نه اخته کیږي.

په ځینو ایالتونو کې چې د سمندرغاړې او بارونه پرانیستل شوي وو، بېرته تړل شوي دي‌ او حکومت بیا ځینې محدودیتونه بیا لګولي دي.

د کروناویروس له کبله په امریکا کې څه باندې ۱۳۳زر کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دوی به یوه خپلواکه پلټنه کوي چې ولې ځینو هېوادونو د کروناویروس په مخنیوي کې ښه مبارزه وکړه.

ملګري ملتونه وايي چې د کروناویروس اصلي مرکز دا مهال لاتینه امریکا او د کارابین هېوادونه دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریز له حکومتونو وغوښتل چې اول دې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر امریکا وروسته برازیل دویم هېواد دی چې د کروناویروس په کې ډېر کسان مړه کړي دي. هلته تر دې دمه نژدې ۷۰زره کسان مړه شوي‌او څه باندې ۱.۷۵ میلیونه نور پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۵۵زره کسان مړه کړي دی.