شاته

م م: د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل غیر قانوني وو

واشنګټن – د ملګروملتونو په یو راپور کې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي دي، چې د امریکا لخوا د ډرون برید په کوم کې چې د ایران لوړ پوړی جنرال قاسم سلیماني په جنورۍ کې د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې ووژل شو له نړیوال قانون څخه تیری ګڼل کېږي.

د ملګروملتونو پلټونکې اګنېس کالامارډ ویلي، تر سلو زیات هېوادونه پوځي ډرون لري او تر لسو زیاتو یې د ادعاو له مخې په وسلو سمبال ډرون د زور کارولو لپاره استعمالوي، لکه د هدفي وژنو لپاره.

هغې زیاته کړه، د په وسلو سمبال ډرونو بې کنټروله زیاتوالی نړیوال امن ته یو خطر دی او هغې وړاندې وویل، چې د امریکا لخوا د سلیماني وژنه دغه خطرونه زیات کړي دي.‌

اګنېس دا هم ویلي، چې امریکا دغه برید مخکې له دې څخه چې د عراق اجازه واخلي ترسره کړی او دا د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه هم تیری ګڼل کېږي.

هغې دا هم وویل، چې "دا یو مهم او خطر جوړونکی نوی ګام دی." کالامارد وايي، "دا لومړی داسې پېژندل شوې پېښه ده چې یو هېواد د خپل ځان د دفاع په نامه د حکومتي چارواکي پرضد بې له دې چې له هغوی سره وسلواله جګړه اعلان شوې وې برید وکړي."

د ملګروملتونو په راپور کې وړاندې راغلي دي، "هېڅ داسې شواهد نه دې وړاندې شوي چې جنرال قاسم سلیماني د امریکا د ګټو پرضد په ځانګړي توګه په عراق کې د کوم خطرناک برید پلان جوړوه چې له امله یې د بیړني اقدام اړتیا لازمي وه."

د ډرون له برید څخه څو ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې سلیماني د امریکا د ګټو پرضد د پراخ او ستر برید پلان لره او دغه بریدونه خطرناکه وو.

خو مېرمن کالامارډ د امریکا لخوا د خپل ځان ددفاع دغه خبره ردوي. هغې وویل، ترکیې په بشپړه توګه د امریکا پوځي ډاکټرین منلی او د برتانیې په ګډون نور هېوادونو ورڅخه ملاتړ څرګند کړی.‌

هغې امریکا غږ ته دا هم وویل، چې دا وېرېږي د داسې هېوادونو شمېر به زیات شي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه د وسلوالو ډرونو بریدونو ته جواز ورکړي.

ددې اونۍ په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټېګس ویلي وو، "دا صداقت نه دی چې امریکا د خپل ځان د دفاع په لاره کې غندل کېږي او د جنرال سلیماني د خونړۍ ماضي په اړه چې د نړۍ یو له خونړیو ترهګرو څخه وو هېڅ هم نه ویل کېږي."

په جینیوا کې ملګروملتونو ته د ایران سفیر اسمعیل بغایل همانچ د واشنګټن لخوا د سلیماني وژنه ظالمانه، بې سببه، د عدالت خلاف او غیر قانوني ګڼلې ده.

هغه ویلي وه چې د ملګروملتونو شورا او امریکا یو نړیوال جرم ترسره کړی او باید ورسره حساب وشي.‌