شاته

سوریه د ډوډۍ له کموالي سره مخ شوې

واشنګټن – د ملګروملتونو یو چارواکی وایي، سوریه ښايي د لسیزې اوږدې جګړې د پیل راهیسې د ډوډۍ تر ټولو سخت کموالي سره مخ شي.

په سوریه کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام (اف اې او) استازي مایک رابسن وویل، "اوس هم داسې شواهد شته چې خلک خپل خواړه کموي."

هغه وویل، کچېرې د سوریې پیسه همداسې د فشار لاندې وي، واردات به په سخته ترلاسه شي او ۲۰۲۱ کال ته نېږدې میاشتو کې به د غنمو راټولول هم له کموالي سره مخ شي.

په سوریه کې د غنمو فصلونه د مې په وروستیو کې راټولېږي او د تېر کال پیداوار له جګړې څخه د مخکې وخت نیمايي‌ ته رسېدل.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم د چارو دفتر ویلي، دغه کموالی به د سوریې خلک چې لا له مخکې څخه تر اته میلیونه زیات یې د خوراکي توکو د کموالي له ستونزو سره مخ دي نور هم له کړاو سره مخ کړي.‌

یادې ادارې په مارچ میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو، چې په سوریه کې نېږدې پنځه لکه ماشومان له سختې خوار ځواکۍ (سوي تغذي) سره مخ دي.

د بشارالاسد حکومت هڅه وکړه چې ‌په اپرېل کې خلکو ته خوراکي توکي د ځانګړو کارتونو په واسطه هره میاشت په ارزانه توګه ورکړي خو په دغه سیستم کې د ډوډیو وېشل نه وه شامل.

د ډوډیو کموالی یوه بله ستونزه وه چې د اسد رژیم ورسره مخ شو ځکه دوی له مخکې څخه له کورنۍ جګړې، د کورونا له وبا او د امریکا لخوا د وروستیو لګېدلو بندیزونو سره مخ وه.

د سوریې اوسېدونکي وايي، دوی تل خود کفا وو نو ولې اوس داسې یو پړاو ته رسېدلي دي چې د یوې ډوډۍ موندل پکې په یو خوب بدل شوی.