شاته

عمران خان په خلکو غږ کړی چې لوی اختر په سادګۍ او احتیاط سره ولمانځي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خلکو نه غوښتنه کړی چې راتلونکي لوی اختر په سادګۍ سره ولمانځي او احتیاطي تدابیرو نه دی کار واخلي ترڅو په هېواد کې د کویډ - 19 قضیې بیا زیاتې نشي.

ښاغلي عمران خان د زیارت-پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل :”دغه وایرس ډېر په چټکتیا سره خپریږي کله چې ډېر خلک سره راغونډ شي“.

نوموړي وویل د می په میاشت کې د ورکوټي اختر په موقعه د خلکو د ” بې احتیاطی“ له کبله په پاکستان کې د کرونا وایرس کیسونو کې اضافه وشوه. هغه زیاته کړه : ” د دغه له وجې د زموږپه روغتونونو فشار زیات شو ، زموږ د لومړۍ کرښې (فرنټ لاین) کارکوونکي هم د سخت فشار سره مخ شول ، له بده مرغه موږ ډېر خلک د لاسه ورکړو او وایرس زیات شو“.

په اسلام اباد کې د وبايي ناروغیو دپاره جوړ شوي یوه طبي مرکز د پرانیستې غونډه ته عمران خان وویل: ” د اختر نه وروسته موږ په وایرس د قابو موندلو دپاره د برسېرن (سمارٹ لاک ڈاؤن) په ګډون ګامونه واخېستل نن قضیې په کمیدو دي. د خدای په مرسته، د قامي کمانډ او عملیاتو مرکز(این سي او سي ) ، د لارښوونو په عملي کولو کې د صوبو ملاتړ، د هرچا د ګډو هڅو له کبله ، پاکستان اوس د هغو هېوادونو په ډله کې دی چیرې چې قضیې کمیږي“.

عمران خان په خلکو غږ وکړو او وویل : ” په نن ورځ ، زه غواړم تاسو ټولو ته یو ځانګړی خواست وکړم، که چېری موږ په لوی اختر غفلت وکړو نو وایرس یوځل بیا خپریدی شي او کېدی شي د کیسونو په شمېر کې نوی زیاتوالی راشي. روغتونونه به بیا تر فشار لاندې راشي. نو زه تاسو ټولو نه غوښتنه کوم چې دا اختر په سادګۍ سره ولمانځئ“.

ښاغلي خان وویل چې حکومت یې د قربانۍ اختر او د څارویو د قربان کولو دپاره کړنلارې جوړی کړي.

د ریډیو پاکستان ترمخه د 250 بستروطبي مرکز 980 میلینه روپیو په لګښت په څلوېښت ورځو کې جوړ شوی دی.

پاکستان کې د حکومتي شمېرو ترمخه تر دې دمه دوه لکه 40 زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي او دغه هېواد کې د دې ناروغۍ نه څلور زره 983 کسان مړه شوي دي.