شاته

 امریکا د ایغور مسلمانانو د ځپلو له امله په څلورو چینايانو بندیزونه ولګول

واشنګټن – امریکا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په څلورو چینايي چارواکو باندې له دې امله بندیزونه ولګول چې د ایغور مسلمانو لږکیو باندې یې د بشري حقونو تیري کړي دي.

امریکا په دغو بندیزونو کې په سینکیانګ کې د کمیونسټ ګوند سیمیز مشر چین کوانګو او ددغه سیمې په امنیتي ادارو باندې هم بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د دې اقدام له امله ښايي د واشنګټن او پېکنګ ترمنځ اړیکې چې د کورونا په وړاندې د چین لخوا د ناسم غبرګون او په هانګ کانګ باندې د قبضې لګولو له امله بې خونده شوي لا نورې پسې خرابې شي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل، "امریکا په نړۍ کې غږ کوي چې په سینکیانګ کې د چین د کمیونست ګوند لخوا په خپلو خلکو باندې د تېریو، بندي کولو، په زوره سره کار کولو، شکنجه کولو او حتی د هغوی د شنډولو پرضد ودریږي.

په واشنګټن کې د چین سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو چین له مسلمانو لږکیو سره د ناوړه چلند خبره ردوي او وايي، په کمپونو کې هغوی ته مسلکي زده کړې ورکول کېږي او دا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ضروري دي.

ددغو بندیزونو له مخې، امریکا د بشري حقونو څخه سرغړونکي د نړۍ په هره برخه کې په نښه، په امریکا کې یې پانګه او جایداد کنګل او امریکایان له دې څخه منعه کړي چې ورسره کومه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي، چې په دغو کسانو او د هغوی د کورنۍ نېږدې غړو ته به د امریکا وېزې هم نه ورکول کېږي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د سینکیانګ په کمپونو کې تر یو میلیون زیات مسلمان اچول شوي دي.‌