شاته

په پاکستان کې په 15م ستمبر د تعليمي ادارو پرانستو اعلان، خو د کرونا وبا جاج به اخستل کيږي، شفقت محمود

د پاکستان د تعليم وزير وايي په 15م جولايي نه، بلکې پرېکړه يې کړې چې په 15م ستمبر به په ملک کې ټولې تعليمي ادارې پرانيزي خو بيا به هم د کرونا وبا په اړه جاج اخلي.

خبري غونډې ته په وېنا کې شفقت محمود وويل د ستمبر په 15م به د سکول نه واخله د پوهنتون پورې ټولې تعليمې ادارې پرانيزي خو د صحت د چارواکو او د صحت وضعې ته بيا هم کتنه کيږي.

هغه وويل د اګست په لومړۍ اوونۍ او بيا د ستمبر په لومړۍ اوونۍ کې به د صحت د وضعې جاج اخستلی شي او د 15 ستمبر د تعليمي ادارو د پرانستو پرېکړې ته به بيا کتنه کولی شي.

شفقت محمود وويل که بيا هم حالات سم نه ؤ، بيا به هم تعليمې ادارې نه پرانستل کيږي او چې کله پرانستل کيږي د هغې دپاره به تګلاره جوړولی شي او د کلاسونو اخستو په لړ کې هم وړانديزونه را روان دي په هغې به هم مشوره کولی شي.

هغه زیاته کړه صوبو ته يې هم ويلي چې خپلې جوړې تګلارې ورسره شريکې کړي.

په مردان کې د تعلیمي چارو کار پوهه جمشېد خان وايي دوی د تعليمي ادارو د پرانستو د پرېکړې هرکلی کوي ځکه چې د ماشومانو زده کړې اغېزمنې کېدې او په ځانګړي ډول د سرکاري سکولونو ماشومان په دغه لړ کې ډېر بې برخې پاتې کېدل، يو خو د هغو انلاين کلاسونه نشته او بل دا چې دا زياتره غريب زده کوونکي وي او د هغو سره د موبايل او انټرنېټ مسله هم وي.

يو تن رخسارعلي چې بچي يې په سکول کې دي وايي دوی په دوه کې حېرانه دي یو دا چې د ماشومانو زده کړې پاتې کيږي او بل دا چې که سکولونه خلاصيږي نو د ماشومانو خیال به څنګه ساتل کيږي.

هغه وويل دلته په عامو ځايونو کې څوک خيال نه ساتي بيا په سکولونو کې هم ډېره ګڼه وه هلته به څه کيږي دوی پرېشانه دي.

په پېښور کې د ځوانانو ډاکټرانو د سازمان يو غړی ډاکټر احمد زېب وايي، دوی ګڼي دا پرېکړه ماشومان د کرونا په وړاندې اچول دي.

هغه وويل حکومت دعوې کوي چې د کرونا وايرس کم شوي خو ورسره ډاکټر احمد زېب بيا په خپله دعوه کوي چې د معاينو يا ټېسټونه کچه 40 فيصده راکمه کړی شوې ده ځکه ويل کيږي چې د کرونا پېښې کمې شوې.

ډاکټر زياته کړه د وړوکي اختر وروسته چې ټولبند کې نرمي وشوه نو د کرونې پېښې سېوا شوې او که د لوی اختر وروسته هم د کرونا پېښې زیاتې شوې په روغتونونو کې د وړاندې جوړ بوج به نور سېوا شي او په داسې کې تعليمې ادارې پرانستل د ماشومانو دپاره خطرناک ګرځېدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.