شاته

په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۲ میلیونه شو

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې په نړۍ کې په کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر ۱۲ میلیونو تنو ته ورسید.

په نړۍ کې د کروناویروس د مړینو شمیر نژدې ۵۵۰ زرو کسانو ته رسیدلی دی. ددې جملې نه ۱۳۲ زره کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د څه دپاسه درې میلیون او ۵۴ زره مثبتو پیښو په درلودلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی چې د ټولې نړۍ د کروناویروس نژدې څلورمه برخه پیښې پدې هیواد کې ثبت شوي دي.

یواځې د چهارشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې ۶۰۰۰۰ پیښې ثبت شوې چې دا د کروناویروس د وبا له رامنځ ته کیدو راهیسې په یوه ورځ کې په کروناویروس باندې د اخته کیدو تر ټولو لوړه شمیره ده.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا پنځو ایالتونو کالیفرنیا، تکزاس، ټینیسي، لویدیځې ویرجینیا او او اوتا د ریکارډ په کچه د نویو پیښو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړ. همداشان د اریزونا، کالیفرنیا، فلوریدا او تکزاس ایالتونو روغتیایي مقاماتو خبرداری ورکړ چې پدغو ایالتونو کې روغتونونه او روغتیایي مرکزونه نور د ناروغانو د بستري کیدو ګنجایش نلري.

له بلې خوا د استرالیا په دوهم ستر ښار ملبورن کې د کروناویروس د پیښو د زیاتیدو په وجه د شپږو اونیو راهیسې لګیدلي محدودیتونه نور هم وغزول.

برازیل د یو میلیون او ۷۱۳ زره پیښو او څه کم ۶۸ زرو مړینو په درلودلو سره د امریکا وروسته په دوهم ځای کې دی او ورپسې هند د څه دپاسه ۷۶۷ زرو او روسیه د ۷۰۶ زرو پیښو په درلودلو سره دریم او څلورم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کروناویروس وبا یو "نوی او خطرناک" پړاو پیل شوی دی.

د کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.