شاته

اسلام آباد کې د هندوانو د معبد پر جوړیدو لانجه

یوه ډله ځوانو مظاهره کوونکو د چهار شنبې په ورځ د ( جولای ۸) د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د هندوانو د معبد د جوړیدو په ملاتړ چې کار یې د څو اسلام پالو ډلو د فشار له امله دریدلی دی، مظاهرې وکړې.

څو ورځې وړاندې یو شمیر کسانو چې مذهبي شعارونه یې ورکول د "کرشنا مندر" د محوطې دیوال ونړاوه او وروسته یې خپل عکسونه او ویډیو ګانې په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړې.

په ورته وخت کې څو مخورو مذهبي څیرو هم د بیانې په ورکولو سره ددې معبد له جوړیدو سره مخالفت ښکاره کړی دی. په دغو کسانو کې یو هم وتلی سیاستوال چاودهري پرویز الهي دي چې اوس یې ګوند د عمران خان د حاکمې پارټۍ سره ائتلاف کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره میاشت پر هغه ځمکه چې څو کاله وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د اسلام آباد د هندوانو لپاره په وړیا ډول ورکړل شوې وه د څه باندې ۶۰۰ سوه زره ډالرو په ورکولو سره د بیارغونې چارې منظور کړې.

خو نوموړي وروسته کله چې مخالفتونه پیدا شول، دغه موضوع د پاکستان د اسلامي آیډیولوژي شورا ته وسپارله کوم چې دیني عالمان یې غړيتوب لري.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري د چهار شنبې په ورځ د ( جولای ۸) وویل، حکومت به د اسلامي آیډیولوژۍ شورا لارښونې عملي کړي.

په اسلام آباد کې میشتو هندوانو چې شمیر یې کابو ۳۰۰۰ ته رسیږي، شکایت کړی چې د خپلو مذهبي مراسمو ، وادونو او نورو د مراسمو لپاره ځای نلري.

د بشري حقونو ډلې او د بښنې نړیوال سازمان د تیرې سه شنبې په ورځ د یوې بیانې په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلو اقلیتونو سره کړي ژمنې پوره کړي.