شاته

د امریکا د بهرني زده کوونکو دپاره په نوي پالیسۍ زده کوونکو اندیښنې ښودلي

د امريکا حکومت لخوا اعلاميه جاري شوې چې د بهرني هېوادونو زده کوونکي چې په امريکايي تعليمي ادارو کې داخل دي او يواځې آنلاين (انټرنټ دلارې) کلاسونه اخلي هغوي ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نيشته، د امريکا اميګرېشن او کسټم محکمې لخوا جاري شوي دغې بيان باندې په پاکستان کې هغه زده کوونکو او استازانو د فکرمندې څرګندونه کړې څوک چې کوښښ کوي چې په امريکا کې لوړې زده کړې ترسره کړي، دوی وايي تر کومه چې په ياد هېواد کې د بهرنيو زده کونکو د پاره پالسي نه وي بدله کړې شوې نو دوي به د نړې نورو ملکونو ته د تعليم د پاره مخه کوي۔

د امريکا امېګرېشن اېنډ کسټم انفورسمنټ محکمې په خپل بيان کې ويلي چې کوم بهرني زده کوونکې په داسې ډول تعليمي ادارو کې داخل دي چېرته چې يواځې آنلاين کلاسونه اخېستلې شي نو هغوي خو يا به واپس خپلو ملکونو ته ځي يا به هغه تعليمي ادارو کې داخله اخلي چېرته چې دوی په جسماني توګه کلاس کې موجود وي او دې سره به يي قانوني حېثت بحال وي۔

د دې بيان په اړه د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډېز څانګې معلمه عايشه خورشيد څوک چې د تېر يو کال راهسې کوښښ کوي چې د پي ايچ ډي يا لوړو زده کړو ترلاسه کولو د پاره امريکا ته لاړه شي هغه وايي چې د امريکا حکومت لخوا داسې پرېکړې سره په هغه زده کونکو کې مايوسي خواره شوې څوک چې ياد هېواد ته د تعليم دپاره تلل غواړي.

عايشه خورشېد واي او ای ډيوه ته وويل: " امريکا چې کومه فېصله وکړه دا ماته لګه سخته ښکاري او دا څه حده پورې د اميګرېشن پالسۍ سختولو اړخ ته ځي. که مونږه سبا هلته لاړ شو، نن خو کرونا وبا ده سبا الله مه که بل څه راشي او دوی خپل پالسي بدله کړي نو پکار خو دا ده چې بهرني زده کونکو د پاره خو سيکيورټي (امنیت) او شورټي (ضمانت) وي"۔

نوموړې زياته کړه که چېرې په امريکا کې د نورو ملکونو زده کونکو د پاره داسې ډول قوانين شتون لري نو بيا به زده کونکي د نړې نورو ملکونو ته د تعليم د پاره په تلو ترجېح ورکوي.

په دغه بیان کې دا هم ويلي شوي چې د سټېټ ډېپارټمنټ به هغه طالبعلمانو ته ويزه نه جاري کوي څوک چې فال (مني) سمسټر د پاره به په مکمله توګه آنلائن سبق وايي.

د پېښور پوهنتون انوارلحق هم د لوړو زده کړو د پاره امريکا ته د تلو په عرض هلې ځلې پېل کړې وې خو د امريکا حکومت لخوا جاري شوي دغې اعلاميې په دې شش وپنج کې اچولې چي په ياد هېواد کې د تعليم د پاره جاري شويو سکالرشپس يا وظيفو ته اوس اپلاي وکړي يا نه۔

نومورې وايي: " د ډير وخت نه مې په دې نظر وو او جي ار اي کتابونه به مې کتل تيارې به مې کوله. اوس بيا هم دا فل برايټ واله راغلي خو دا اوس چې کوم غېر يقيني صورت حال دې نو سوچ کوم چي د دې درخواست ډکولو او د اپلاۍ (جمع) کولو په مرحله ځان وکړوم او که نه"۔

د مردان سره تړاو لرونکې محمد فاروق چې د امريکا ووهايو کېنګ سټېټ پوهنتون کې په انګرېزۍ ادب کې پي ايچ ډي کوي هغه وايي که چرې زده کونکي د امريکا نه د کورسونو په نيمې کې بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي نو د مالي ستونزو سره سره په تعليمي ميدان کې به هم د مشکلاتو سره مخ شي، دې وايي چې دې بيان وروسته دا اندازه ورته نه کېږي چې راتلونکو لسو ورځو کې به دلته پاتې شي يا به پاکستان ته واپس لاړ شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل: " ډېر پوهنتونه چې دي هغو وايي چې مونږه به په راتلونکي سمسټر کې مکمل آنلاين کلاسونه اخلو نو دې خو ټولو نه غټه مسله دا ده چې کوم زده کونکي په لېبارټرو کې تحقيق کوي نو هغه لېبارټرې په پاکستان کې نشته دي، که دوی آنلائن کلاسونه اخلي يا ورته کتابونه پروفېسران ښايي نو هغه کتابونه هم هلته نه مېلاوېږي، د انټرنټ مسله ده او د ټولو غټه مسله د د دواړو هېوادونو ترمنځه د وخت فرق دې"۔

د جولایي په اوومه نیټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپور کړل شوې چې پکې ویل شوي چې په امریکا کې نړیوال زده کوونکو ته هرکلۍ ویلی کېږي. په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو زده کوونکو دپاره د انتخاب ځای دی ، او موږ خوښحاله یو چې ډیر نړیوال زده کوونکي چې په امریکا کې په راتلونکي مني کې د زده کړو پلان لرلو اوس هم دغه موقع-فرصت ولري.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د هوم لینډ سیکورټي وزارت د 2020 کال د فال(مني) سمسټر کې د داخلی دپاره په ایف-1 او ایم-1 د نن امیګرینټ ویزو اړتیاو کې لنډ مهاله د بدلون خپل پلان اعلان کړی دی. دا سره به د سټودنټ نن امیګرینټ ویزې په شخصي ډول او ځینې آنلاین زده کړو د برخو ضروت پوره شي . دا لنډمهاله ګام به د نن امیګرینټ سټودنټس (زده کوونکو) ته په امریکا کې خپلې زده کړو ته دوام ورکولو اسانې ورکوي ، پداسې مهال چې په ټول امریکا کې په زده کړو ځایونو کې د مناسب ټولنیزې فاصلی خیال وساتلې شي.

اعلامیه زياتوي چې نړیوال زده کوونکو ته به لاهم مناسبه ویزه ترلاسه کول وي او ممکن ده چې د ویزې د ترلاسه کولو نور ضروتونو او د کویډ- 19 د سفري بندیزونو شرطونه پوره کول وي. زده کوونکي باید د امریکا د سفارت یا قونسلګرۍ سره د خپل هیواد د ضروتونو په اړه د ملوماتو دپاره رابطه وکړي.

د اسنټيټيوټ اف انټرنېشنل ايجوکېشن د شمېرو ترمخه د تعليمي کال 19-2018 د پاره د يو ملين نه سوه زده کونکي د نړې نورو ملکونو نه امريکا ته راغلي وو او د امريکا په لوړو زدکړو کې د دوی شرح 5.5فيصده جوړېده۔ ياده اداره ښايي چې د بهرني ملکونو طالعبلمانو په 2018 کال کې د امريکا په اقتصاد کې 7۔44 بیلینه ڈالر برخه اچولې وه.

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.