شاته

پاکستان: حکومت د پي‌ ایي ای پوځي مشر موده درې کاله زیاتولو او ۲۸ پاېلټانو د لری کولو فیصله کړی

د پاکستان حکومت د جعلي لائسنسونو ساتلو په سر د پاکستان د هوايي شرکت پي ايي ای ۲۸ پاېلټان د ملازمتونو څخه لرې کړي دي.

بل خوا د پي ايي ای په کارکردګۍ د نیوکو ترڅنګ حکومت د ادارې چیف اېګزېکټیو افسر اېئر مارشل ارشد محمود ملک ته د نورو درېو کالو لپاره په دغه عهده د پاتې کېدلو منظوري ورکړی ده.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د واکمن تحریک انصاف په حکومت دا نیوکې کېږي چې زیات پام د عامو خلکو د خوشالولو په ځای پوځي مشرانو ته ورکوي .

د نهې په ورځ د کابینې د غونډې وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز خبري کانفرنس ته ویلي دي چې حکومت د پي ايي ای د ټاکلی شوې ضابطې او قانوني خلاف ورزو په سر د ۲۸ پاېلټانو ملازمتونه ختم کړي او د باقي پاتې پاېلټانو په ضد کاروايي د قانوني مرحلو نه تېریږي .

شبلي فراز ویلي دي چې د نورو مشکوکه لائسنس لرونکو پاېلټانو په خلاف هم پلټنې روانې دي، دوي د کار کولونه منع کړی شوي او یوشمېر بیا صفا ګرځولی شوي دي.

مرکزي وزیر په دې اړه نور تفصیل نه دی ویلې خو د هوابازۍ وفاقي وزیر غلام سرور خان لخوا په قومي اسمبلۍ کې د جعلي پاېلټانو په اړه دبیان وروسته د هوايي جازونو ادارې یو چارواکي واېس اف امریکا ته ویلي چې تر ۱۵۰ پورې پاېلټان یې د کار نه منع کړي او د ۴۲۶ نورو په ضد پلټنې روانې دي.

حکومتي ترجمان ویلي دي چې په دې کې ۲۶۲ هغه مشکوکه پاېلټان هم د پوښتنو د لاندې دي چې په ملک کې دننه او د بهرنیو کمپنو جازونه چلوي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي دي چې د پي ايي ای او هوابازۍ ادارې سول اېوي اېشن د هغه چارواکو په ضد یې هم پلټنې شورو کړي دي چې د جعلي لائسنسونو ورکولو ذمه وار دي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د حکومت ددې پورته کړی شوو ګامونو نه یې د تسلۍ په خاطر د ملک نه بهر تجارتي همکاران او حکومتونه خبر کړي دي.

د یادونې وړده چې تېره اوونۍ د اروپايي هېوادونو د هوابازۍ د تحفظ اېجنسۍ د پاکستان د پاېلټانو د جعلي لائسنسونو د خبرونو وروسته د پي ايي ای په الوتکو او پاېلټانو یورپي ملکونو ته په داخلېدلو د شپږو میاشتو لپاره بندېز لګولی وو.

ملېشیا او وېتنام هېوادونو هم هغه پاکستاني پاېلټان د جازونو چلولونه منع کړي دي چې په دغه هېوادونو کې د بیلا بیلو کمپنو سره کار کوي.

په یو داسې وخت کې چې د پي ايي ای په چارواکو او کارکردګۍ په هېواد کې دننه سختې نیوکې روانې دي او بهر نړۍ د ادارې په اړه تحفظات څرګندوي، مرکزي حکومت د پي ايي ای پوځي مشر ائېر مارشل ارشد محمود ملک د عارضي نوکرۍ موده نوره درې کاله غځولې ده.

ائېر مارشل ارشد ملک د روانې میاشتې جولایې په ۱۲ نېټه د د هوايي پوځ نه ریټائرډ کېږي خو پاکستان کې د تحریک انصاف مرکزي حکومت کابینې د نهې په ورځ دغه پوځي افسر ته د پي ايي ای په چیف اېګزېکټیو عهده باندې د نورو درېو کالو لپاره د پاتې کېدو منظوري ورکړی ده.