شاته

غني: بیا به پرینږدو چې زمونږ جهازونه د کباړ په قسم په نورو هېوادونو خرڅ شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي داسې سوله غواړي چې نتیجه یې په افغانستان کې د جنګ او تشدد ختمېدل وي، او د سولې وروستۍ یا آخري فېصله به خلک کوي.

صدر غني چې د شورو/چهارشنبې په ورځ کاپیسا ولایت ته تللی و، د هغه ځای خلکو ته یې په خبرو کې وویل چې حکومت د سولې ظرفیت، مدیریت، او اراده لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان دپاره ګټوره سوله غواړي، او ویې ویل: "زه غواړم چې افغانستان نور نړۍ ته د سوال لاس اوږد نه کړي او زموږ موخه دا ده چې د انکشاف مالک پخپله واوسو، مالي منابع وساتو او د ضایع کېدو مخنیوی یې وکړو."

د افغان حکومت د یو جاري شوي بیان تر مخه، صدر محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې دا ژمنه هم وکړه چې د افغانستان پوځ او پولیس ځواکونه به پیاوړي پاته وي، او ویې ویل: "هېڅکله نه پرېږدو چې نور د افغانستان الوتکې د کباړ په ډول په هیوادونو وپلورل شي."

د ولسمشر غني دا خبره ښایي د هغو پوځي جهازونو په هکله ده چې ویل کیږي د افغانستان د تېرو لسیزو د جګړو پر مهال پاکستان ته انتقال شوي و.

یو شمېر طیارې د جهاد په وخت کې افغان پایلټانو پاکستان ته وتښتولې
یو شمېر طیارې د جهاد په وخت کې افغان پایلټانو پاکستان ته وتښتولې

افغانستان د کمونستانو د حکومت پر مهال ګڼ شمېر جنګي جهازونه درلودل چې یا په جګړو کې په سټېنګر میزاییلونو د مجاهدینو له خوا راوغورځول شول، یا له افغانستانه بهر انتقال شول، او یا د کوم بل زیان له کبله، له کاره ولوېدل او بیا یو شمېر یې زورورو ځایي قوماندانانو او یا خلکو کباړ کړل. سر بېره پر دې، د جهاد په دوره کې یو شمېر افغان پوځي پایلټان له حکومته جدا شول او د افغانستان د پوځ طیارې یې له ځانه سره پاکستان ته وتښتولې.

دا مهال د افغانستان هوایي ځواک بېرته د پیاوړي کېدو کوششونه کوي او امریکا ورته لسګونه پوځي جهازونه او پرمختللې هېلیکوپټرې هم ورکړي دي، خو تر بیا هم هغه پخوانۍ جټ الوتکې ندی ورته پاته.

بل اړخ ته ولسمشر غني په داسې حال کې د افغان ځواکونو پر پیاوړي ساتلو ټینګار کړی دی چې د طالبانو یو مرکچي، مولوی عباس ستانکزي څه موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې که طالبان واک ته ورسیږي، نو د افغانستان ملي پوځ به ړنګوي.

د نوموړي دې خبرې ته سخت غبرګونونه څرګند شول او هغه بیا وضاحت ورکړ چې هدف یې په ملي پوځ کې د اصلاحاتو و، نه د ړنګېدو.

طالبان اوس مهال په افغانستان کې له ټولو خارجي قواوو سره ډزبندي کړې ده، خو پر افغان ځواکونو (ملي پوځ او ملي پولیس) یې بریدونه زیات کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.