شاته

هاروارډ پوهنتون او ام آی ټي د امریکا د حکومت پرضد مقدمه پرانیستې

واشنګټن – هاروارډ یونیورسیټي او مسېچوسېت انسټیټیوټ اف ټکنالوجي (MIT) د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا د حکومت پرضد د هغه سیاست له امله یوه قانوني مقدمه (لا سوټ) پرانېستې چې وايي، نړیوال زده کونکي باید د خپلو ټولګیو لپاره په پوهنتون کې وي او که داسې و نه کړي نو د کډوالۍ یا مهاجرت حیثیت به له لاسه ورکړي.

د امریکا په پوهنتونونو کې د نړیوالو زده کونکو شمېر کم شوی

د کډوالو یا مهاجرت د ادارې لخوا نوې پالیسي وايي، چې زده کونکي باید پوهنتون کې وي او کنه نو وېزې به یې ختمې شي.

د یادو پوهنتونونو لخوا په پرانېستل شوې قانوني مقدمه یا قضیه کې د دغه نوي سیاست د درېدو غوښتنه شوې او دا غوښتنه شوې چې د کورونیو چارو وزارت او د امریکا د کډوالو چارو اداره له دې څخه منعه کړي چې د هغو نړیوالو زده کونکو د وېزو قانون بدل کړي څوک چې غواړي د مني یا خزان ټولګی انلاین ونیسي.

د بهرنیو زده کونکو په اړه د قانون بدلون

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک (امېرګرېشن انډ کسټم انفورسمنټ یا آی سي اي) ادارې په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې هغه نړیوال زده کونکي چې د امریکا په کالجونو او پوهنتونونو کې داخله اخلي او بیا وروسته انلاین زده کړو ته اوړي نو باید له هېواد څخه ووځي او یا به د ویستلو له ګواښ سره مخ شي.

د حکومت پرضد په پرانېستل شوې قضیه کې راغلي دي چې، "د آی سي اي له دغه نوي اعلان سره اوس په لکونو نړیوال زده کونکي په امریکا کې د تعلیمي لارو څخه محرومه کېدای شي."

په لا سوټ کې وړاندې لیکل شوي دي، چې زیاتو زده کونکو ته که بېرته خپلو هېوادونو ته ولاړ شي بیا د انلاین زده کړو امکان نشته او یا ورته په ډېره ګرانه او حتی خطرناکه توګه تمامېدای شي.