شاته

امریکا د بهرنیو محصلینو د ویزو د مشکل مسله روښانه کړه 

د امریکا حکومت د "اف یو" او "ام یو " غیر مهاجرتي ویزو په صادرولو کې تغیرات رامنځ ته کړي څو محصلین وکړای شي د ۲۰۲۰ کال د مني په سمستر کې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه بهرني محصلین چې په امریکا کې حضوري او انلاین درسونه وايي، د تحصيلي ویزو مستحق ګڼل کیږي.

د امریکا "اف یو" ویزه هغو بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي د امریکا په یوه ښونیز او تحصیلي اداره کې په زده کړو بوخت وي او "ام یو" ویزه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په امریکا کې حرفه يي او تخنیکي زده کړي کوي.

د امریکا د مهاجرت ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي وو که د کرونا ویروس له امله په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د مني درسونه په انلاین شکل وشي، نو بهرني محصلین به اجازه ونلري چې په امریکا کې پاتې شي.

اما د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې یوه ورځ وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، په دغو دوو ویزو کې به بدلونونه، بهرنیو محصلینو ته ډیر سهولتونه رامنځ ته کړي چې په امریکا کې پاتې شي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

خو له دې سره سره، په اعلامیه کې راغلي، په هغو محدودیتونو کې چې د کروناویروس د مخنيوي په هدف په سفرونو لګیدلي دي، د تحصيلي ویزو متقاضیان هم پکې شامل دي او ددې اعلامیې له مخې، د ویزو غوښتونکي کولای شي د معلوماتو د ترلاسه کیدو لپاره په خپلو هیوادونو کې د امریکا سفارت ته مراجعه وکړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا په تحصیلي بنسټونو کې کابو، یو اعشاریه یو میلیون بهرني محصلین په زده کړو بوخت دي یو یو پر دریمه برخه کې چینايي اتباع دي.

بهرني محصلین د امریکا د پوهنتونونو لپاره د عاید یوه ښه منبع شمیرل کیږي او د امریکا د تجارت وزارت د شمیر له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ کال کې د بهرنیو محصلینو له درکه ۴۵ میلیارده ډالره امریکا ته ګټه رسیدلې ده.