شاته

کابل، بیجینګ او اسلام‌آباد له افغانستان څخه په مسولانه ډول د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی

د افغانستان، پاکستان او چین درې‌اړخیزه غونډه چې د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه، درې ‌واړو هېوادونو له امریکا او ناټو څخه غوښتي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه په مسولانه ډول وباسي.

په هغې اعلامیې کې چې د دې غونډې په پای کې خپره شوې راغلي: "د تروریزم د بیا ظهور د مخنیوي په موخه، درې‌واړو اړخونو شرایطو ته په پاملرنې په منظم او مسولانه ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګا کړی".

کابل، بیجینګ او اسلام‌آباد دا غوښتنه په داسې مهال کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر ۸۶۰۰ ته راکم کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مکینزي تیره میاشت وویل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر د امریکا-طالبانو د سولې تړون په اساس کم شوی دی.

د دې تړون په اساس، چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو، امریکا باید په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او د همدې تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه باید په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي.

دوه اونۍ مخکې د سي.ان.ان خبري شبکې د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې متحده ایالات له افغانستان څخه د ۴۰۰۰ نورو امریکايي ځواکونو د ایستلو تصمیم لري.

همدا شان افغانستان، چین او پاکستان په دې درې‌اړخیزه غونډه کې د "ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ" په ګډون د ټولو تروریستي شبکو او ډلو په وړاندې چې د درې‌واړو هېوادونو امنیت ته ګواښ دی پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.