شاته

جنرال مکنزي: د روسیې د انعام په وجه د سرتیرو په وژل کیدو شک لرم

يو امریکايي جنرال وايي، استخباراتي معلومات ښکاره کوي چې روسیې ممکن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره طالب اورپکو ته پيسې ورکړي وي چې دا د اندیښنې وړ مسله وه، خو هغه باور نلري چې دغه انعام دې د امریکايي پوځیانو د وژل کیدو سبب شوی وي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي له یو ډله خبریالانو سره په ټلیفوني مرکه کې وویل، امریکا ددغو معلوماتو د خپریدو له امله په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حفاظت اقدامات ډیر کړي ندي.

خو دغه لوړپوړي امریکایي جنرال بیا هم له خپلې استخباراتي څانګې غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.

جنرال مکنزي چې د پنټاګان د لومړي چارواکي په توګه په علني ډول ددې موضوع په اړه خبري کوي وویل: "دا راته ډیره د اندیښنې وړ وه. ما ددې کار د کیدو په اړه څه پیدا نکړل."

هغه خبرداری ورکړ چې روسیه د ډیر وخت راهیسې په افغانستان کې د یوه ګواښ په توګه ګڼل کیږي، چیرې چې ډیر راپورونه وايي هغه هیواد په تیرو کلونو کې له طالب جنګیالیو سره د منابعو او وسلو مرسته کړېده.

د امریکا د استخباراتي چارواکو د معلوماتو له مخې روسیې طالب جنګیالیو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام وړاندې کړی و او دا موضوع په فبروري میاشت کې له جمهور رئیس ټرمپ سره هم شریکه شوې وه.

اما سپینه ماڼۍ ښاغلي ټرمپ ته ددغو معلوماتو له ورکولو انکار کوي او وايي دغه استخباراتي معلومات په بشپړ ډول تائید شوي نه وو چې جمهور رئیس ته ورکړل شوي وای.

جنرال مکنزي وویل: "موږ باید په یاد ولرو چې روسان زموږ ملګري ندي. هغوی په افغانستان کې زموږ ملګري ندي. موږ ته د ښې هیله نه کوي. موږ باید د معلوماتو د ارزونې پرمهال دا خبره تل په یاد ولرو. "

بلخوا د رویټرز اژانس او ای پوسز د تازه نظر پوښتنې له مخې چې د چهار شنبې په ورځ خپره شوه، اکثریت امریکایان په دې باور دي چې د جګړې د ختمیدو لپاره د خبرو اترو پرمهال ، روسیې تیر کال طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره پیسې ورکړي دي.

ددې سروې څه باندې نیمايي ګډونوالو پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو غوښتنه کړې ده.