شاته

افغانستان به د اورګاډي له لارې چابهار بندر سره ونښلول شي

ایران غواړي د اورګاډي د پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلوي.

د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي د سه شنبې په ورځ جولاۍ اومه (چنګاښ۱۷) د دغې لارې د پروژې د افتتاح پر مهال وویل چې دا لاره به د ایران د چهابهار بندر له لارې افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره نښلوي.

د ایران حکومت وايي د اورګاډي دا پټلۍ ټولټا ۶۲۸ کیلو مېتره دی چې د چهابهار-زاهدان-بیرجند-مشهد څخه به راتېریږي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د ښاغلي خادمي ‌له خولې لیکلي دي چې دا د سیمې د ترانزیت او تجارت د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی. هغه وویل چې دا د ایران د اورګاډي د پتلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې د اقتصادي‌ بندیزونو سره-سره به پلې شي.

هغه وویل چې د دغې پروژې د۱۵۰ کیلومېتره پټلۍ دغځولو کار به د روان هجري شمسي کال تر پای پورې ختم شي.

نوموړي وویل چې په دې لارې به مسافر وړونکي اوګاډي په ساعت کې ۱۶۰ کیلو میتره او بار وړونکي اورګاډي به ۱۲۰ کیلو مېتره واټن ووهي.

د ایران د ښار جوړونې وزارت ویلي دي چې د دغې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

افغانستان چې تر ډېره د پاکستان له لارې تجارت کاوه، په ۲۰۱۶ کې یې له هند او ایران سره تړون لاسلیک کړ چې د چابهار بندر له لارې تجارت او سوداګري وکړي.

پر دې سربېره افغانستان د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم ځینې تجارتې لارې پرانیستلې او همدغه راز له یو شمېر نورو هېوادونو سره یې هوايي دهلیزونه هم خلاص کړل چې پر پاکستان یې تجارتي تکیه کمه شي.