شاته

افغانستان: د بنديوانو په خوشي کولو کې وروسته والی ښايي د بېن الافغاني خبرو پېل د خطر سره مخ کړي

افغان حکومت د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي د طالبانو لخوا حکومت ته د ورکړی شوي 5000 طالبانو په فهرست کې شامل 600 تنه نه خوشي کوي.

د افغان ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي په کابل کې خبري غونډې ته ویلي، دغه بنديوان د بېلابيلو جرمونو په تورونو کې نيول شوي د طالبانو سره یې کومې اړیکې نشته.

نورو افغان چارواکو ويلي دغه کسان په غلاګانو، وژنو، غبن او نشه يي توکيو په قاچاق کې ککړ دي.

د صديقي په وېنا په فرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاندې د پينځه زره طالب بنديوانو د خوشي کولو ويل شوي خو په ګوته شوي نه ؤ.

په یاده موافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت 5000 طالب بنديوان او طالبان به 1000 افغان امنیتي او دفاعي سرتيري خوشي کوي، او دا کار به بېن الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

افغان حکومت ګڼي چې د بنديوانو خوشي کېدل به د خبرو عمل ته دوام ورکړي خو طالبان ټينکار کوي چې د بنديوانو نه خوشي کول به د خبرو عمل وروسته کړي.

د طالبانو وياند سهېل شاهين په يو ټويټ کې ویلي، د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر ملا برادر ويلي دوی بېن الافغاني خبرو ته ژمن دي چې کله د بنديوانو خوشي کېدل مکمل شي.

صديقي ویلي افغان حکومت د وړاندې نه 4015 طالب بندیوان خوشي کړي او د ځنډ تور يې په طالبانو لګلولی.

د طالبانو وياند سهېل شاهين ویلي، دوی 737 افغان امنیتي سرتيري خوشي کړي خو افغان حکومت وايي طالبانو چې کوم کسان خوشي کړي زیاتره پکې عام خلک دي.

طالبانو دا هم ويلي چې حکومت تراوسه پورې 3500 طالبان خوشي کړي دي. د طالبانو هغه ډله اوس هم په کابل کې ده چې د خپلو بنديوانو طالبانو پېژندګلو وکړي.

ويل شوي ؤ چې د روانې مياشتې په اخره کې به بېن الافغاني خبرې پېل شي.

د فرورۍ د مياشتې د توافقنامې لاندې طالبانو په امریکايي او بهرنیو سرتيرو د بريدونو نه کولو ويلي خو په افغان ځواکونو بريدونه يې دوام لري.