شاته

د پيپلز پارټۍ مشر وايي د کرونا وایرس په مهال د مشکلاتو سره مخامخ داکټرانو مسلې دې حل کړی شي

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول زرداري بهټو ويلي حکومت دې د کرونا وایرس د مریضانو په علاج کې مصروفو ډاکټرانو ته تحفظ او خصوصي مالي مراعات ورکړي او د دوی مسلې دې حل کړي.

بلاول بهټو د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل ټویټر پیغام کې وویل کې وویل د پاکستان ېد بېلا بېلو علاقو نه د ینګ ډاکترز اېسوسي اېشن غړو سره لېدل وکړل او هغوی ورته خپل مشکلات بیان کړل.

بلاول زرداري بهټو په ټوېټر شریک کړی شوي وډیو کې وویل د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر نه واخلي تر کراچۍ پورې ځوان ډاکټران د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي او پکار ده چې حکومت یې غوښتنې ومني.

ښاغلي بهټو وویل د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر کې ینګ ډاکټرز اېسوسي اېشن د خپلو مطالبو په حق کې مظاهره کوله چې تشدد پرې وشو او هغه یې غندنه کوي. هغه وویل حکومت دې ډاکټرانو د خپل تحفظ په لړ کې استانتیاوې او د رېسک الاونس یا د خطرې په حال کې کار کوولو خصوصي مالي مراعات ورکړي.

په پاکستان کې ډاکټرانو د دې نه وړاندې هم د حکومت نه غوښتنې کړي چې کرونا وایرس نه د ځانونو د محفوظ ساتلو سازاوسامان نلري، د مطالبو په حق کې یې مظاهرې کړې او ځینې ډاکټران پکې پولیس ګرفتار کړي هم وو. حکومت وايي ډاکټرانو ته د ځان د تحفظ خصوصي جامې او نور ضرورتونه ورکړي‌ دي.

يو شمېر ډاکټران د کرونا وایرس نه مړه شوي هم دي.

د ګل دوشنبې، په ورځ د پاکستان د صحت نایب وزیر ډاکټر ظفر مرزا وویل د کورنا وایرس ټېسټ یې مثبت ختلی دی. د دې نه وړاندې خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې کرونا وایرس ورته شوی دی.

بلاول بهټو زرداري د ډاکټرانو د تحفظ په اړه خپل غږ په داسې حال کې پورته کړی دی چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ويلي په پاکستان په خلکو کې د کرویا وایرس د معلومولو دپاره کېدونکو ټېسټونو کې دریمه برخه کمی شوی دی.

د رېډیو فري یورپ ریډیو لېبرټي د رپورټ ترمخه ډبلیو اېچ او دا میاشت په یو خط کې د پاکستان نه وغوښتل چې د کرونا وایرس ټېسټونو شمېر دې د ورځې په حساب ۵۰۰۰۰ ته ورسوي او لاک ډاون دې سخت کړي.

د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې دوه لکه، 31زره او 818 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي او څلور زره 762 ترې مړه شوي دي. خو ورسره ويل شوي په کرونا وايرس اخته شوؤ کې يو لک 31زره او 649 ښه شوي هم دي.


د کابېنې نه وزیرانو نه علاوه په پاکستان کې یو شمېر سیاستوال او د اسمبلیو یو شمېر غړي هم د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي.

ای پي وايي په پاکستان کې د کرونا وایرس د زیاتېدو باوجود هم وزیراعظم عمران خان سخت لاک ډاون پرځای کوولو نه انکار کوي. رپورټ وايي که څه هم خلکو ته وېل شوي چې ماسکونه دې لګوي او د یو بل نه دې فاصله ساتي خو په غریبو برخو او ښارونو کې په دغو هدایاتو عمل نه کیږي.

په خېبر پښتونخو کې طبي ماهريرن وايي د کرونا وبا په وړمبو ورځو کې چې د وايرس

مالومولو د پاره به د خلقو نه په څومره مقدار کې د ټېسټونو په عرض نومونې اخېستل اوس پکې تر ډېره حده پورې کمې شوی دی او یوه لوې سبب يي د ټسټونو نتيجې په وخت د نه راتلو له امله د خلکو ټېسټونه نه کول او د ړومبې نه د هغو په ذهنونو کې د کرونا وبا په اړه شکوک او شبهات بولې۔

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس د ټېسټونو کولو د پاره نومونې يا سواب اخيستو په شمېرو کې د کمي په اړه په صوبه کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي غړي ډاکټر احمد زېب وي او ډيوه ته وويل چي د کرونا وايرس د ټېسټونو نتېجو کې اوس د تېر وخت په پرتله سېوا موده لګې ځکه خلق نه غواړي چې د ټېسټ د پاره نومونې ورکړي

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا د کرونا ناروغئ لپاره ټاکلې شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان نه وپښتل نو هغه وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت د کرونا وايرس د ټیسټونو کولو د پاره د لېبارټرو صلاحيت سیوا کړېدې او د کوم تن چې ټیسټ مثبت راشي نو د هغه سره اړونده ټولو خلکو نمونې اخېستلې شي

نوموړې وايي: " د نمونو په نتيجو راتلو کې وخت ډېر لګي۔ مونږه کتلي چې په يو ټېسټ

نوموړي زياته کړه چې موجوده حالاتو کې د دې وبا مخنيوي يوازنې لار په عام اولس کې د دې رنځ په اړه پوهه روستل او په زيات مقدار کې ټیسټونه کول دي، دې وايي که چرې د کرونا وايرس نه متاثره تن په وخت ټسټ ونه کړې شي نو دې په تېزئ سره د دې وايرس نورو خلکو ته انتقال کولې شي۔

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د يوچارواکې د قوله ليکلي چې د صوبې په بېلو بېلو سيمو کې د کرونا وايرس ټېسټونو د پاره ټاکلې شوې لېبارټرو کې به روزانه 3000 پورې ټېسټونه کېدل خو اوس دغه شمېره 1700 ته راټيټه شوېده