شاته

پاکستان: په کرونا اخته دوه لکه 31 زرو کسانو کې یو لک 31 زره ښه شوي، سرکاري شمېرې

د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې دوه لکه، 31زره او 818 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي او څلور زره 762 ترې مړه شوي دي.

خو ورسره ويل شوي په کرونا وايرس اخته شوؤ کې يو لک 31زره او 649 ښه شوي هم دي.

دا وخت په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره 95زره 407 ده.

په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس نه 50 تنه مړه شوي او په 3344 نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي دا وخت په کرونا وايرس اخته 2406 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې حطرناک دی.

د پاکستان په سند صوبه کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي چې شمېره يې 94زره528 ده.

په سند کې د کرونا څخه 1526 کسان مړه شوي او 53زره 165 ترې ښه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه 1884 کسان مړه شوي دي.

په پنجاب کې 81زره963 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي او 45زره 122 ترې صحتمند شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې په 28زره 116 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی 1028 ترې مړه شوي او 16زره428ترې روغ شوي دي.

کرونا وايرس په اسلام اباد کې 137، په بلوچستان کې 123، په ازاد کشمير کې 36 او ګلګت بلتستان کې 28 تنه مړه کړي دي.