شاته

کرونا وايرس د هوا د لارې هم خوريږي، سائنس پوهان وايي

سائنس پوهانو ويلي د کرونا وايرس په هوا کې هم خوريږي دا وايرس په بندو ځایونو کې ګرځي او د ساه اخستو د لارې وجود ته دننه ځي، دغه خبره نيويارک ټائمز د سائنس پوهانو له قوله کړې ده.

له دې وړاندې د صحت نړیوالې ادارې ویلي ؤ چې کرونا وايرس د هغه تن د ټوخي، پرنجي، يا د خلې او پوزې نه خارجېدونکو لاړو يا وړو دارو نه بل ته لګي څوک چې په کرونا وایرس اخته وي.

نيويارک ټايمز په خپل رپوټ کې ويلي د 12 ملکونو 239 سائنس پوهانو ويلي کرونا وايرس د هوا د لارې هم خوريږي.

د رپوټ ترمخه سائنس پوهانو د صحت نړيوالې ادارې ته خط ليکلی چې ادارې د کرونا وايرس خورېدو د مخنيوي په اړه کومې لارښوونې کړي هغې ته بيا کتنه وکړي ځکه جې دا وايرس د هوا د لارې هم خوريږی.

ويل شوي د دې خط جزيات به روانه اوونۍ په يوه سائنسي مجله کې خپاره شي.

د خبر ترمخه که چرته دا وايرس په هوا کې او د هوا د لارې خوريږي نو بيا به د دې مخنيوي دپاره پورته کړی شوي تدبيرونه هم بدلول وي او خلکو ته به په کورونو کې دننه هم د ماسکونو اچول وي.

تراوسه پورې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د ماسک اچول، د اغېزمن تن نه په ډډه پاتې کېدل او د فاصلې ساتلو ويل کېده.

د امريکې د جون هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس دا وخت د نړۍ په 188 هېوادونو کې يو کروړ، 14 لکه، 58زره او 291 کسان اغېزمن کړي دي.

او په نړۍ کې يې پينځه لکه، 34زره او 460 کسان مړه کړي دي.

په وروستيو کې په ځينو هېوادونو کې د ټولبند کمولو يا د کاروبارونو پرانستو سره د صحت د چارو کار پوهان وايي د دې وايرس خورېدل نور سېوا شوي او نور ډېر خلک يې اغېزمن کړی دی.