شاته

افغان حکومت نن د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع غونډه جوړوي ـ صدیقي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې په اړه سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا په هدف ټاکل شوې نن دوشنبه د افغان حکومت په کوربتوب د ویډیويي کنفرانس له لارې د سیمه ییزې اجماع غونډه جوړه شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه جولای ۶ (چنګاښ۱۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه غونډه د سولې د مخامخ مذاکراتو پیلېدو د مشورې په هدف تر سره کیږي.

ښاغلي صدیقي وویل: "دغه غونډه نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرانیزي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ به دوام ومومي."

نوموړي زیاته کړه چې د ویډیويي کنفرانس له لارې دغه غونډه کې به د سیمې د شلو هیوادونو استازي، د افغانستان ستراتيژیک شریکان او ملګرو ملتونو استازو ګډون ولري.

ښاغلي صدیقي وویل چې دغه غونډه به د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو د ملاتړ په اړه تر سلا مشورو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم نن دوشنبه جولای شپږمه (چنګاښ ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې دا غونډه د افغانستان په کوربتوب د ویډیو کنفرانس له لارې مازیګر څلور بجې جوړېږي.

هغه زیاته کړه: "په دې غونډه کې د ۱۸ هېوادونو استازي ګډون کوي او همداشان د اسلامي همکاریو او ملګرو ملتونو د سازمانونو استازي به هم په کې برخه ولري. د متحده ایالاتو استازی هم د افغانستان د استراتیژيک ملګري هیواد په توګه ګډون کوي".

ښاغلي هېواد وویل چې دا غونډه د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي او په کې به د تاوتریخوالي د کمېدو، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پیلېدو، بشري اوربند ته د رسېدو او بندیانو د خوشې کېدو په تړاو خبرې وشي.

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنې

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبان باید د سولې په تړاو خپل جديت وښيي.

د دغه سفارت په اعلامیې کې راغلي: "مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د سولې په اړه جدیت وښایي، او د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي".

په کابل کې د برتانیې سفارت ویلي چې تاوتریخوالی او بریدونه د لا ډېرې ناامنۍ فضا د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د سولې هڅې او باور ته زیان رسوي.

دغه سفارت په افغانستان کې له ښکیلو خواو څخه غوښتي چې ژر جګړه ودروي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې خپلې هڅې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکزې کړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره له زغم کار واخلي.