شاته

اسرائیل د ایران د څارلو لپاره یو استخباراتي ستلایت فضا ته ولیږه

اسرائیل یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا د هیواد د پوځي استخباراتي اهدافو لپاره به د پام وړ اطلاعات راټول کړي.

د اسرائیل د اوفک۱۶ مصنوعي سپوږمکۍ د دوشنبې په ورځ جولای ۶ (چنګاښ ۱۶) د شاویت په نامه توغندي په واسطه ددې هیواد په مرکزي سیمو کې د پالماچیم هوایي اډې څخه فضا ته وتوغول شوه.

د اسرائیل د دفاع وزیر بني ګانتز، وویل چې اوفک-۱۶ "یوه کشفي سپوږمکۍ ده چې پرمختللي قابلیتونه" لري. هغه وویل: "مونږ به په هره برخه او هر ځای کې د اسرائیل د وړتیاو غښتلي کولو ساتلو ته دوام ورکړو".

د اسرائیل د دفاع وزیر وویل چې اوفک-۱۶ به لوړ کیفیت لرونکي عکسونه برابر کړي او تمه کیږي چې ددې سپوږمکۍ په وسیله لومړنی اخیستل شوی تصویر راتلونکې اونۍ ترلاسه شي.

اسرائیل د نړۍ د ګوتو په شمېر هیوادونو له ډلې څخه دی چې د استخباراتي سپوږمکیو او د اطلاعاتو د حاصلولو پرمختللی قابلیت لري.

اسرائیل چې دمخه یې په ۲۰۱۶ کال کې د اوفک۱۱ استخباراتي سپوږمکۍ فضا ته لیږلې وه د خپلو سپوږمکیو د فعالیتونو د پراخولو په حال کې دی چې د ایران په څیر د سیالو هیوادونو فعالیتونه وڅاري.

که څه هم چې د اوفک۱۶ د ماموریت په هکله جزییات ندي ورکړل شوي، یو شمیر اسرائیلي رسنیو ویلي چې دغه سپوږمکۍ به د ایران اټومي فعالیتونه وڅاري.

اسرائیلي مقامات د ایران اټومي فعالیتونه د خپل هیواد امنیت ته جدي ګواښ ګڼي، خو ایران دغه تورونه ردوي او وایي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.

ایران هم د څو ناکامو هڅو وروسته څو میاشتې مخکې خپله لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړه.