شاته

امریکا کې د کرونا ویروس د تازه پېښو زیاتوالي اندېښنې زیاتې کړي

په امریکا کې د کرونا ویروس د تازه پېښو زیاتوالي د دغه هېواد روغتیايي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د جولای له پيل راهیسې په وروستیو څو ورځو کې شاوخوا پنځوس زره نوې مثبتې پېښې ثبتېږي.

په متحده ایالتونو کې نږدې درې میلیونه خلک په کرونا اخته دي چې له ډلې یې نږدې یو لک او دېرش زره کسان مړه شوي.

په امریکا کې د سویل او لویدیځ اکثر ایالتونه د کرونا د مثبتو پېښو د بې ساري زیاتېدو شاهدان دي.

اریزونا، کلیفورنیا، تکساس او فلوریډا له ګواښ سره مخ دي او دوی چې کاروبارونه یې تر نورو وختي بیا پرانیستي و اوس مخکیني حالت ته د بیا ور ګرځېدو په لټه کې دي.

په اکثرو دغو ایالتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو چټک زیاتوالي د دغه هېواد روغتیايي سیستم په تېره بیا روغتونونه له سخت فشار سره مخ کړي دي.

په روغتونونو کې ناروغانو ته کټونه نشته او ډېرې ستونزې یې جوړې کړي دي.

همدغه فشار ته په کتو د روغتیايي سکټور چارواکي په تېره بیا هغه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې کارډله ده اوسني حالت ته زیات اندېښمن دي.

دې ګواښونو چارواکي او روغتیاپالان اړ کړي چې له حکومته وغواړي څو خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر صادره کړي.

د اریزونا د مرکز فینیکس ښاروالې کېټ ګالیګو پرون ویلي چې باید خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو فرمان ژر صادر شي.

اریزونا چې تر ټولو وروسته ګرځبندیز تطبیق کړ او ژر یې کاروبار بیا پرانیست اوس په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته شویو خلکو د شمېر او د مخ په زیاتېدونکي بهیر په لحاظ په اول سره کې دی.

په ټکساس کې هم د استون او هیوسټون د لویو ښارونو مشران له حکومته غواړي چې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر ژر تر ژره صادر او تطبیق کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا چین ته د انتقاد ګوته نیولې او ویلي یې دي چې دا هېواد باید ټولې نړۍ ته د کرونا ویروس د ور لیږلو په خاطر ځواب ووايي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه وړمه ورځ په سپینه ماڼۍ کې غږېده او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې د خپل حکومت د مبارزې ستاینه وکړه.

ټرمپ زیاته کړه: "موږ هغه ویروس ووهلو چې له چینه راغی، او موږ یې په وړاندې ډېر پرمختګ وکړ، زموږ کړنلاره ښه مخته روانه ده، دا ویروس له یوې سیمې ورکېږي خو په بله سیمه کې بیا خپله بدرنګه څېره ښکاروي خو موږ ډېر څه زده کړل، موږ زده کړل چې لمبې څنګه مړې کړو، موږ زرګونه وینټلیټرې یا د مصنوعي تنفس ورکولو دستګاوې جوړې کړې او اوس یې له ښه نیته نورو ګڼو بهرنیو هېوادونو ته ویشو."

تر دې دمه په امریکا کې ټول ټال یو لک کم درې میلیونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او که وضعه لکه همدا څو وروستۍ ورځې دوام وکړي ژر به په ویروس د اخته خلکو شمېری دریو میلیونو ته ورسېږي.

له دې ډلې نږدې یو لک او دېرش زره کسان مړه شوي دي.

د ښاغلي ټرمپ ادارې په هڅو په اکثرو ایالتونو کې کاروبارونه بیا پرانیستل شول خو اوس د کرونا وبا بیا خپرېدو دا هڅې له ماتې سره مخ کړي.

ویل کېږي ځینې ایالتونه په دې کې پاتې راغلي چې د کاروبارونو تر بیا پرانیستلو وروسته اړوند روغتیايي پروتوکولونه تطبیق کړي.

له پروتوکولونو هدف دا دی چې که خلک رستورانتونو ته ځي له یو بل سره دې په دوه متره فاصله کې کیني، غونډې دې نه جوړوي په تېره بیا سرپټو ځایونو کې.

په ځینو ځایونو کې چې د فاصلې د رعایتولو امکانات کم وي مثلاً ښاري ټرانسپورټ مټروګانو یا هم لېفټونو کې ښه ده چې ماسکونه وکاروي او په ټوله کې دې د ماسکونو کارول په جدي توګه رعایت کړي.

خو امریکایانو له کله چې موسم په تودېدو شو او په ځینو سیمو کې محدودیتونه کم شول د راپورونو په اساس باندې وتل پیل کړل، ساحلونو ته ورغلل، لمباوې یې وکړې او محفلونه یې جوړ کړل.

له مقرراتو د سرغړاوي لویې بېلګې د خپلواکۍ په ورځ چې د جولای څلورمه وه د غونډو او اورلوبو جوړول یادېږي.