شاته

کرونا وبا په پاکستان کې ۵۴ فيصده خلک بې روزګاره کړي - ګېلپ سروی

د ګېلپ سروې ترمخه د کرونا وبا له امله په پاکستان کې ۵۴ فيصده خلک بې روزګاره شوي، يا د کارخانو د بندېدو له امله د تنخواګانو نه محرومه پاتې دي. د سروې ترمخه ۵۹ فيصده خلک د خپلو روزګارونو په اړه فکرمند دي.
دا سروې تېره مياشت يعنې د جون د څلورمې نه تر ۱۶مې نېټې شوې او وايي که يو اړخ ته د اولس ژوند په معاشي توګه اغېزمن شوی نو بل اړخ ته په ملکي کچه په ژوند ژواک کې هم بدلون راغلی دی.
له دې وړاندې د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت ويره څرګنده کړې وه چې د ملک دننه د لاک ډاون په وجه يو کروړ ۸۰ لکه خلک بې روزګاره کېدلی شي. اوس په لاک ډاون يا بندېزونو کې نرمي راوستل شوې خو بيا هم په کارخانو کې کارکوونکي د ستونزو سره مخ دي.

د دې ستونزو په اړه د مردان د مزدورانو يو مشر شېرزاده خان وايي دغه لړۍ لا هم دوامداره ده او د دوی لپاره د مارچ اپرېل حالات اوس هم دي. تر ۵۰ فيصده مزدوران د بېلا بېلو کارخانو نه ويستل شوي، بې روزګاره ناست دي.
هم په دې سروې کې دا ويل شوي چې ۹۴ فيصده خلک د کرونا له امله د ماشومانو د صحت په اړه فکرمند دي. د دې ترڅنګ د جامې پېزار خرڅ ۴۹ فيصده د سفر او سېلګرۍ خرڅونه ۵۳ فيصده راکم شوي دي.
سروې وايي خلکو د خپل خرڅ لويه برخه د صحت، صفايۍ او خوراکي شيانو لپاره مختص کړې او شاوخوا ۳۲ فيصده خلک د کور په صفايۍ او صحت باندې زيات مصرف کوي.
د دې ترڅنګ په دې سروې کې ۳۳ فيصده خلک وايي دوی خوراک ته زياته توجه ورکړې او ۳۲ فيصده خلک په دوايانو توجه ورکوي.
اولس دا دريځ هم لري چې په کرونا وبا کې بې ځايه خرڅونه کم شوي او د مردان يو اوسېدونکی محمد اياز وايي په خلکو کې اوس دا احساس پېدا شوی چې خپل وخت داسې تېر کړي چې کور، بچو او په خپله ورته ګټه ورسي. اولس صحتمند خوراک او صحتمند ژوند اړخ ته روان شوي. د دې ترڅنګ هغه خلک چې د صفايۍ خيال به يې نه ساتلو اوس د ځان او کورنۍ ډېر خيال ساتي.
د ګېلپ سروې په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د کرونا وبا نه د بچ کېدلو لپاره ۱۵ فيصده خلک د انټرنټ له لارې سوداګانې کوي. د دې ترڅنګ د کور د بجلۍ او ګېس بلونه هم په آنلاين طريقو جمع کوي.