شاته

ایا زردچوبه په کروناویروس اخته ناروغانو لپاره ګټور ده؟

د زردچوبې په نوم طبیعي بوټی له زرګونو کلونو راپدېخوا په اسیايي هیوادونو کې د غذا او درملو په توګه زیات کارول کیږي.خو د کرونا ویروس خپرېدو سره دغه غذا یا درمل تر بل هر وخت زیات نړۍ ته معرفي شول.

د تیرو وختونو راپدېخوا له زردچوبې« کورکومین» څخه د سرطان، د درد او التهاب ضد او تر ټولو مهمه دا چې د د لویو ناروغیو په مقابل کې د بدن معافیتي سیستم د پیاوړتیا لپاره ورڅخه ډيره استفاده کېدل.

د عصري طب څېړنو هم ښودلې چې زردچوبه « کورکومین»د التهابو ضد قوي خاصیت لري، خو دا په هغه کې موجود ترکیبات په اسانۍ سره هضم او جذب کېدای نشي، نو د زردچوبې د مصرف طریقه ډيره مهمه ده او بهتره داده چې میده شي او یا هم په چایو کې وخوړل شي.

یوې علمي څېړنې ښودلې چې زردچوبه « کورکومین»په بدن کې د انزایمونو د تولید سبب کیږي چې په بدن کې ازاد رادیکالونه خنثی کړي او پر بدن د هغه د ورانکارو یا تخریبونکو تاثیراتو مخنیوی کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د څېړنیز انستیتوت د څېړنو په اساس، زردچوبه د قوي انتي اکسیدانتي خاصیت په خاطر د مکروبي ناروغیو د اخته کېدو خطرکموي، د ښه او فعال فعالیت په اساس د بدن د حجرو تضمین کوي.

د جنوبي اسیا په په اکثرو هیوادونو کې له زردچوبې طبیعي بوټي څخه د زړه او رګونو، د سرطان او شکر ناروغیو کمولو په خاطر غذا کې اسفتاده کیږي.

علمي څېړنو ښودلې چې په زردچوبې بوټې کې موجود مواد د رګونو په ځانګړي ډول د داخلي دېوالونو د ښه فعالیت سبب کیږي او د رګونو د بندېدو مخه نیسي، د زردچوبې ترکیبات د وینې فشار پر تنظییم باندې هم تاثیر لري.

د امریکا متحده ایالاتو د څېړنیز انستیتوت د یوې بلې څېړنې له مخې زرد چوبه د سینې د ساتنې او د هغه حجرو د تخریب په مخنیوي کې ګټوره بلل شوې ده.

په دغو څېړنو کې راغلي:"په زردچوبه کې فعالیترینه ماده کورکومین د اکسیداتیف فشار کمولو، او د چربي اکسیدیشن په مخنیوي سره د سینې د ساتنې سبب ګیږي."

همدارنګه دغه څېړنو ښودلې چې زردچوبه د دې سره په یو وخت کې چې د کیسه صفرا انزایمونو د تولید سبب کیږي او د غذا د هضم او جذب کې اسانتیا رامنځته کوي د سینې حجرې هم د سولونکو کیمیاوي موادو څخه ساتنه کوي.

پوهان ټینګار کوي چې د دغه غذا په کارولو کې باید زیات اصراف ونشي او د استفادې په وخت کې باید له ډاکټرانو سره مشوره وشي، ځکه په خوړلو کې زیات اصراف کېدایشي زیان رسوونکي تاثیرات ولري.