شاته

ډبلیوایچ او: په نړۍ کې یو شواروز کې ریکارډ شمېرکې خلک په کرونا وایرس اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان ترمخه نړۍ کې تېر یو شواروز کې 212،326 کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې دا یو ریکارډ دی. ډبلیو ایچ او ویلي چې د ټولو زیاتې پېښې په امریکا ، برازیل او هند کې رپوټ شوي دي. د کرونا وایرس په یو شواروز کې پخوانی ریکارډ د 189،077 پېښو وو چې د جون په 28 مه ثبت شوی وو. ډبلیو ایچ او وایي چې په نړۍ کې په یوه ورځ کې 5,000 کسان د کرونا وایرس دلاسه مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو ترمخه تر دې دمه په دنیا کې یو کروړ لس لکه (11 میلینه) تایید شوې قضیې شتون لري.

په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) د خالي په ورځ د کرونا 52,492 نوي کیسونه رپوټ کړي، او ویلي چې 750 خلک نور مړه شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د مړو شمېر 129،397 ته رسېدلی دی. د زیارت په ورځ په امریکا کې د کرونا ریکارډ 55،000 قضیې رپوټ شوې وی.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د خالي په ورځ د کرونا خواوشا 11،500 نوي تایید شوي قضیې رپوټ شوې چې د یوه ریکارډ شمېره ده. ټیکساس ایالت هم د خالي په ورځ د 8,200 نه زیات نوي تایید شوي قضیو رپوټ ورکړی دی چې یو ریکارډ دی.

د خالي په ورځ د جولایي څلورم چې د امریکا د خپلواکۍ ورځ وه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې په امریکا کې د کرونا وایرس نه د شوی خواوشا 130,000 مړینو ذکر و نه کړو.

د ټولو ښکاره خنډونو سره سره چې امریکا هڅې کوي چې په دې ناروغۍ کنټرول وموندي ، ټرمپ وویل چې د هیواد کروناوایرس "سټراټیجي په ښه توګه پرمخ ځي."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د کال ترپای به یې هېواد د کرونا وایرس پرضد ویکسین یا دوا ولري، خو سائنس پوهان وايي چې د وخت ډېرکم دی.

برازیل کې د شنبې - خالي په ورځ د کرونا وایرس 48,105 نوي قضیو رپورټ ورکړل شوی دی چې ورسره په دغه هېواد کې په کرونا وایرس د اخته شویو خلکو شمېره 1.5 میلینه ته نږدې شوې ده. په برازیل کې د کویډ- 19 نه تر دې دمه خواوشا 62،000 کسان مړه شوي دي.

په هند کې د خالي په ورځ د کرونا وایرس 23،000 نوي پېښې رپوټ شوې چې ورسره د کرونا وایرس تایید شویو قضیو شمېره 650,000 ته لوړه شوې ده. په هند کې کرونا وایرس نه 18,600 مړینې شوې دي.

په سویلي افریقا کې د کرونا وایرس تایید شوې قضیې تر 177،000 زیاتې شوې دي، او په یو شواروز کې د کرونا وایرس 9،063 نوي کیسونه ثبت شوي دي چې د یو ریکارډ شمېر دی.

د 54 هیوادونو په براعظم کې تایید شوې قضیې تردې دمه اوس د 433،000 څخه زیاتې شوې دي.