شاته

د افغان حکومت له قیده د سلګونو طالبانو خلاصون وځنډېد

د افغانستان حکومت وایي د هغو پنځه زره طالب بندیانو په کتار کې چې د امریکا او طالبانو د لوظنامې پر بنیاد باید خلاص شوي وای، ۵۹۷ تنه به یې لا هم زندانونو کې پاته شي او حکومت به هغوی آزاده نکړي.

تر اوسه د دې کسانو نومونه ندي څرګند شوي او د دې رپوټ تر جوړېدو پورې، د طالبانو لخوا هم کوم غبرګون مخې ته ندی راغلی. د افغانستان د امن د پروسې په لړ کې د بندیانو خلاصون یوه اهمه مسئله ګرځېدلې ده.

د افغانستان د جېلونو د سمبالولو د چارو مشر احمد راشد طوطاخېل رسنیو ته ویلي، د طالبانو لخوا حکومت ته په سپارل شوي د بندیانو لېست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې د جرمونو او اخلاقي فساد په الزامونو نیولی شوي دي.

هغه وایي د داسې کسانو په کېسونو کې د "حق العبدي" مسئله شامله ده او د ملک قانون حکومت ته دا اجازه نه ورکوي چې د بل چا حق وبخښي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم له افغان حکومته غوښتي دي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په موضوع کې دې د حق العبدي مسئله په پام کې ونیسي او هغه کسان دې نه خوشې کوي کوم چې جنګي جرمونه یې ترسره کړي اوسي.

په همدې حال کې د افغانستان د صدر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تینګار کړی دی چې طالبان دې ټول هغه حکومت عسکر چې ورسره بندیان دي، خوشې کړي.

صدیق صدیقي د اتوار/یکشنبې په ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل چې افغان ریاست د دې لپاره چې په ملک کې جګړه ختمه شي او سوله راشي، آماده دی چې د سولې مذاکرات وکړي:

امریکا ځنډ او خنډ نه غواړي

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې تر اوسه یې د طالبانو د ډلې څلور زره و پنځلس کسان له حکومتي جېلونو نه خوشې کړي دي. طالبانو هم په څو څو جوپو کې یو شمېر کسان چې ویل کیږي حکومتي عسکر و، له خپل قیده خلاص کړي او تر اوسه د طالبانو له قیده د دغو خلاصو شویو کسانو شمېر څه باندې ۶۰۰ ته رسیږي.

طالبانو همیشه دا ټینګار کړی دی چې څو یې ټول پنځه زره بندیان له حکومتي جېلونو خوشې نشي، دوی د امن مذاکراتو ته نه حاضریږي.

افغان حکومت په داسې حال کې د قریب شپږ سوه طالب بندیانو د نه خوشې کولو فېصله کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو ورځو کې له صدر غني او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې او ورباندې یې ټینګار وکړ چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره پاتې مسائل باید ژر تر ژره حل شي.

خلیلزاد پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دې اړه ځنډ د سولې بهیر د ګډوډونکو لپاره فرصت رامنځته کوي.

پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر امکان

د افغانستان د امن پروسه د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ ته ضرورت لري. افغان چارواکو څو څو ځله ویلي چې پاکستان ته په کار ده په دې پروسه کې په اخلاص او رېښتیا سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان خارجه وزارت، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د پاکستان د یو رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله او د پاکستان سفیر نصرالله خان (کابل، جولائي ۵، ۲۰۲۰)
ډاکټر عبدالله عبدالله او د پاکستان سفیر نصرالله خان (کابل، جولائي ۵، ۲۰۲۰)

ډاکټر عبدالله ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان له سفیر نصرالله خان سره لیدلي او د امن په پروسې او نورو سیمه ییزو مسایلو یې ورسره خبرې کړي دي. ډاکټر عبدالله د مننې ترڅنګ وعده کړې چې په یو مناسب وخت کې به د پاکستان په دورې ولاړ شي.

بل اړخ ته د افغانستان دپاره د وزیراعظم عمران خان خاص استازي محمد صادق هم د دې بلنې پخلی کړی او پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانستان او پاکستان تعلقات مخ ته روان دي.

د افغانستان د امن پروسې په اړه بل خبر دا دی چې په دې هفته کې به په کابل کې درې اهمې جلسې جوړې شي. یوه به یې نن د ګل/دوشنبې په ورځ وي چې په کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازي برخه ولري. سبا به د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.