شاته

د امریکا په جنوبي کارولینا کې ډزې؛ دوه تنه وژل شوي اته ټپیان دي

د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت د پولیسو مقامات وایي ددې ایالت په یو کلب کې د ډزو پیښه کې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې دغه ډزې چې تر اوسه یې انګیزه نده څرګنده شوې د یکشنبې د ورځې په سهار وختي دوو بجو د ګرینویل په ساحه کې شوي دي.

د ګرینویل د سیمې یو پولیس منصبدار جیمي بولت، په خبري کنفرانس کې وویل چې تر اوسه څوک پدې اړوند ندی نیول شوي، خو د هغه په وینا پولیس د دوو تورنو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

د اسوشیېتیدپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پدغه کلب کې یو کنسرت جوړ شوی و او ډیر خلک ورته راټول شوي وو.

دغه کنسرت پداسې حال کې جوړ شوی چې په جنوبي کارولینا کې د کروناویروس د خپریدو په وجه د غونډو د ګډون کوونکو شمیر پدې ایالت کې په اعظمي توګه ۵۰ تنو ته محدود شوی دی.

ګرینویل چې په جنوبي کارولینا کې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري د جون د میاشتې په وروستیو کې په کې د ماسک تړل جبري شوي دي.

پوره دوه اونۍ دمخه په شمالي کارولینا کې په یوه اعتراضیه غونډه کې ډزې وشوې چې دوه تنه په کې ووژل شول او اوه تنه په کې ټپیان شول.

له دغې پیښې نه یوه ورځ مخکې د منیسوتا ایالت د مینیاپولس ښار کې په یوه اعتراضیه غونډه کې په ډزو کې یو نفر ووژل شو او ۱۱ تنه ټپیان شول.