شاته

پینځم جولايي،پاکستان کې دجمهوریت په ضد دمارشل لاء توره ورځ دبدمرغیو پیلامه یادیږي

دجولایي پینځمه پاکستان کې د جمهوریت په ضد دپوځي کودتا یا مارشل لاء په یوه توره ورځ یادیږي اؤ دسیاسي چارو پوهان اؤ څېړونکي وایي چې دپاکستان دبدمرغۍ ورځ ۴۳ کاله وړاندې هم له دې ورځې د جنرال ضیاء په امریت سره پیل شوې وه.

دپاکستان دپوځ پخواني سرلښکر جنرال ضیاء الحق په کال ۱۹۷۷ کې هم په دې ورځ دخلکو دیو منتخب حکومت تخته نسکوره کړې وه اؤ دمارشل لاء په لګولو سره یې ژمنه کړې وه چې په درېوؤ میاشتو کې به ټولټاکنې کوي خو بیا یې په اقتدار خپله قبضه تر ۱۱ؤ کلونو پځائ ساتلې وه.

دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی اؤ وتلی څېړنکار ښاغلی افراسیاب خټک وایي ۴۳ کاله وړاندې په ننۍ ورځ درېشۍ پغاړه د دولت دملازمانو یوې ډلې دائین اؤ قانون اؤ دخپل سوګند په ماتولو سره دیو منتخب حکومت دتختې نسکورولو سازش کړی.

په ټوئټر افراسیاب خټک لیکلي چې د جنرال ضیاء په مشرۍ دغې ډلې دافراطیت،،کلاشنکوف کلچر،مخدره موادو اؤ غبن په رواجولو سره هیواد دسمې لیکې نه بې لیکې کړی ؤ.

دپاکستان پیپلز ګوند یو وتلي مشر اؤ پخواني سنیټر ښاغلي فرحت الله بابر ویلي ننۍ ورځ لکه د۱۶م دسمبر د ویر اؤ ماتم ورځ ده.

هغه په ټوئټر لیکلي "نن مې زړه غواړي چې همداسې ماتم وکړل څنګه چې مو په ۱۶م دسمبر دپلټن په میدان کې دشوې دستورې فلم کتلی ؤ ، په ۱۶م دسمبر مو دپردیو په لاس اؤ په پینځم جولایي مو دخپلو په لاسونو دهیواد ړنګول لیدلي وؤ…دا زمونږه پراسراره خلک"

خبریال حامد میر وایي نن پنځمه جولایي ده اؤ هم په دې ورځ د مارشل لاء پځائ کیدو نه وروسته صحافت دبندیزونو لاندې راغلی،سیاست کې ژبني اؤ مسلګي ګوندونه رامخې ته کړی شول.

هغه په ټوئټر لیکلي د ۱۹۸۵ غیرګوندیزو ټاکنو قام په ورورولیو کې ویشلی ؤ،هند په سیاچن قبضه کړې وه،مارشل لاء کې مونږ یوازې تاوان کړی ،ګټه مو هیڅ نه ده کړې

یو بله خبریاله عاصمه شیرازي په ټوئټر لیکي په پینځم جولایي زمونږ دتاریخ یو تور باب پیل شوی ؤ، پاکستان کې فرقه واریت ،تندلاریتوب اؤ د زغم نشتوالي سر راپورته کړو اؤ دائین اؤ قانون سرلوړي وچقول شوه.

هغې زیاته کړې ده چې "اولس څخه نه خو دا هرڅه هیر شوي اؤ نه به یې هیر کړي ،امریت دتل دپاره مرده باد اؤ جمهوریت زنده باد"

دپاکستان دپوځ پخواني سرلښکر جنرال ضیاء الحق په کال ۱۹۷۷ کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت تخته نسکوره کړې وه اؤ بوټو یې زندان ته اچولی ؤ چې وروسته ورته دقتل په یوه دوسیه کې دعدالت دلارې دتیزندۍ سزا ورکړل شوه.

جنرال ضیاء واک ته د رسیدلو سره سم اولس سره ژمنه کړې وه چې هیواد کې به د درېوؤ میاشتو دننه نوې ټولټاکنې کوي اؤ شریعت به نافذوي خو دخپلې یوولس کلنې پوځي واکمنۍ په دوره کې یې خپله یوه ژمنه هم سرته نه وه رسولې.

هغه وروسته په ۱۷اګست کال ۱۹۸۸کې دنورو لوړو پوځی جنرالانو سره یوځائ د هوایي جهاز په یوه پېښه کې مړ شوی ؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي