شاته

افغانستان کې یو امریکايي سرتیری په ترافیکي پېښه کې وژل شوی

د پنټاګون په پرونۍ اعلامیه کې هم راغلي چې یاد امریکايي سرتیری په یو ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی او وایي په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، د تیرې جمعې په ورځ یو امریکايي سرتیری د افغانستان په فراه ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله مړ شوی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې وژل شوی سرتیری ۲۱ کلن او د امریکا د ټیکساس ایالت وسېدونکی ؤ.

د پنټاګون په پرونۍ اعلامیه کې هم راغلي چې یاد امریکايي سرتیری په یو ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی او وایي په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو دریوؤ میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکایي سرتیري وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوی دي.

ځینو امریکایي رسنیو ویلي دي چې په روان کال کې تر دې دمه نهه سرتیري وژل شوی دي او تیر کال ۲۰ پوځیان وژل شوي وؤ.

د سیګار د راپور په اساس چې د تیر غبرګولې په میاشت کې یې خپور کړ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري چې عمده دنده یې د افغان سرتیرو روزل او صلاح مشورې ورکول دي خو یاد شمیر ټول سرتیري به د امریکا او طالبانو د دوحې د سولې د تړون له مخې په ۱۴ میاشتو کې افغانستان پرېږدي.