شاته

پاکستان ایران سره تجارت دپاره خپلې تړلې لارې نن بیا خلاصوي

د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې ګاونډي ایران سره د سوداګرۍ لپاره د یکشنبې په ورځ څلور سرحدي لارې خلاصوي.

په بلوچستان کې د سرحدي ننوتو څلور لارې به د اونۍ په اوږدو کې اووه ورځې پرانستي وي.

د کورنیو چارو وزارت د فرنټیر کور (سویلي) تربت انسپکټر او د اسلام آباد مرکزي دتحقیقاتو ادارې ته ویلي چې د ګبد،مند،کاټګار او چاغي سرحدي لارې به د یکشنبې له ورځې څخه پرانیستل شي.

دملي کمانډو او عملیاتو مرکز (NCOC) د پنجشنبې په ورځ پریکړه کړې وه چې له ایران سره ګډه پوله به د 2020 کال د جولای په پینځمه ، د اوونۍ لپاره اووه ورځې پرانيزي ، یوازې د سوداګرۍ لپاره ( واردات او صادرات) او د غیر محدود شمیر لاریو ته به په دغو لارو دتیرو اجازه ورکړل شي

د کورنیو چارو وزارت د خبرتیا سره سم دلارو د پرانستو جریان کې به د کوویډ - 19 پورې اړوند معیاري عملیاتي سپارښتنې او پروتوکول پلي کیږي.

د کویټې چیمبر آف کامرس یو مشر دا بدردین کاکړ ډیوه ته وویل حکومت باید د ایران سره د اورګاډي د سوداګرۍ لاره هم خلاصه کړي ځکه چې اوس اورګاډي له یوې نیمې میاشتې راهیسې په زاهدان کې درول کیږي

پاکستان د فبرورۍ په 24 مه له ګاونډي هیواد ایران سره دکرونا وایرس دمخنیوي په غرض پوله تړلې وه اؤ سوداګریز فعالیتونه یې ځنډولي وؤ.

تیره میاشت ، چارواکو وویل چې تفتان - د دواړو هیوادونو تر منځ د پولې اصلي لاره به د تجارت لپاره په اوونۍ کې اووه ورځې خلاصوي.