شاته

هند افغانستان کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړې کړي ـ د هند سفیر

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار وايي، هیواد یې د تیرو څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړه کړي دي.

ویني کمار نن یکشنبه د رسنیو په مرکز کې له افغان چارواکو سره د ۲،۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنځو نورو رغنیزو پروژو د تړون د لاسلیک پر مهال له افغانستان سره د هند د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.

دغه تړونونه نن یکشنبه جولای ۵ (چنګاښ ۱۵) د افغان حکومت د رسنیو په مرکز کې په کابل کې د هند سفیر، د لوړو زده کړو، پوهنې او اقتصاد وزارتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور په وینا په یادو مرستو به په بدخشان او نورستان کې درې ښوونځي، د فراه ولایت د البیروني پوهنتون داخلي لار او په کاپیسا ولایت کې یو تدریسي ودانۍ جوړیږي.

هغه وویل: "هغه دوې پروژې چې په پوهنې وزارت پورې اړه لري د بدخشان په ما می ولسوالۍ کې دوه ښوونځي او یو ښوونځی د نورستان په مرکز کې جوړیږي."

ښاغلي مستور زیاته کړه چې هند په تیرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي برخو کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو مرسته کړې ده.

د هند حکومت په تیرو درې میاشتو کې له افغانستان سره د ۳۱زره ټنو غنمو مرسته هم کړې ده.

د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د ځینو لویو لارو جوړول په افغانستان کې د هند د لویو رغنیزو پروژو څخه بلل کیږي.